امریکا رسما له اقتصادي ځوړ سره مخ شوې ده

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په امریکا کې کاروبار ته له اجازې ور کولو وروسته اوس تګزاس او فلوریډا په ګډون ځینې ایالتونو کې د کورونا وېروس پېښې ډېرې شوې دي.

امریکا کې د اقتصاد څېړلو ملي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، متحده ایالتونه له فرورۍ راهیسې د اقتصادي ځوړ پېر ته ننوتلي دي.

د اقتصاد څېړلو ملي دفتر- چې د اقتصادي کړکېچ د پیل او پای اعلانولو برخه کې باوري خصوصي اداره ده- خپل رپوټ کې زیاتوي، د امریکا اقتصاد په فرورۍ میاشت کې د ۲۰۰۷- ۲۰۰۹ اقتصادي کړکېچ وروسته د ودې اوج ته رسېدلی و، خو له هغه راهیسې په ځوړ روان دی.

دا بهیر د کورونا وېروس د وبا کېدو له امله لا چټک شوی دی.

په دا مهال د اقتصاد څېړلو ملي دفترخپل رپوټ کې زیاتوي، د امریکا د اقتصادي پرمختګ موسم- چې د ۲۰۰۷ کال له اقتصادي کړکېچ تر وتلو وروسته پیل شوی و- پام وړ ریکارډونه جوړ کړي؛ په داسې ډول چې د امریکا اقتصاد تېرو ۱۲۸ میاشتو کې په لوړ روان و، یا یې صعودي بهیر درلود.

ان د کورونا وبا له خپرېدو مخکې هم ډېری کارپوهانو د یوه اقتصادي ځوړ خبره کړې وه، خو د وضعیت د خرابوالې پر کچه یې اختلاف درلود.

د کورونا له امله چې امریکا کې مختلف کاروبارونه له ټولبندیز یا قرنطین سره مخ شول، ور سره په دغه هېواد کې د مۍ تر وروستیو تر څلوېښت میلیونو کسان بې کاره شول.

امریکا کې د ټولبندیز یا قرنطین وروسته بیا ټیکزاس او فلوریډا په ګډ ځینې ایالتونو کې په کورونا د نویو کسانو د اخته کېدو شمېر ډېر شوی دی.

د یکشنبې په ورځ فلوریډا کې په پرلپسې پنځمه ورځ ډېر کسان په کووېډ-۱۹ ناروغان شول چې ټول شمېر یې ۶۴ زرو ته رسېږي.

دغه ایالتو کې د وېروس د اوج په ورځو کې هم دومره کسان اغېزمن شوي نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د کورونا وېروس د وبا کېدو له امله د امریکا د اقتصادي ځوړ بهیر لا چټک شوی دی.

په امریکا کې تر شل لکو کسان په کورونا وېروس اخته شوي او د دې وېروس له امله ډېر کسان هم په دغه هېواد کې مړه شوي چې نږدې یو لک یوولس زرو ته رسېږي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې اوه میلیونه ۸۵ زره ۸۹۰ کسان په کورونا اخته شوي او څلور لکه پنځه زره ۱۶۵ ترې مړه شوي دي.

تر هغه وروسته برتانیا کې څلوېښت زره ۶۸۰ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.