مزار شریف کې له "زرو ډېرې کوترې مړې شوې"

کوتره

د افغانستان شمال ته د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي ته د منسوبې روضې چارواکي وايي، له لوږې نږدې زر کوترې مړې شوې دي.

دوی وايي، د کورونا وېروس له امله چې دا روضه تړل شوې، نو له امله یې کوترو ته دانه نه اچول کېږي او اټکل کوي چې تر زرو کوترې مړې شوې دي.

د روضې کلتوري مسوول عتیق الله انصاري د بي بي سي خبریال نجیب پاڅون ته ویلي، تر ډېره زیارتوالو دې کوترو ته دانه اچوله:

"خو له درې میاشتو راهیسې د ښار د قرنطین او روضې د بندېدو له امله دا کوترې له لوږې سره مخ دي".

ښاغلی انصاري وايي، نږدې څلور پېړۍ مخکې له بخارا څو جوړې سپینې کوترې مزار ته راوړل شوې چې اوس تر لس زرو رسېږي.

خواله رسنیو کې هم د مزار شریف په روضه کې د کوترو د مړه کېدو موضوع ګرمه ده.

د خبرهای مزار شریف په نوم فیسبوکپاڼه کې لیکل شوي له زرو ډېرې کوترې مړې شوې او پوښتنه شوې: د دې زیارت عاید چېرته لګول کېږي.

یوه بل فیسبوک کارن(کاروونکي) بلخ کې پر مهمو ځايي زورواکو او چارواکو نیوکه کړې ده او لیکلي:

"تاسو چې مزار کې سترو کلتوري سمبولونو سره بې پروا یاست ګومان کوم که په مخ کې مو انسان مړ شي وجدان به مو ونه خوځېږي. مزار د سخي زیارت او کوترو او نورو سره مزار دی، ښاغلیو د یوې سهارنۍ لګښت کوترو ته ور کړئ، باوري یم د کلونو لپاره یې بس دی، دوی واړه ستوني لري".

د عکس تشریح،

د کورونا له امله سږنی نوروز جشن هم ونه شو.

په افغانستان کې د کورونا وېروس له امله د ټولبندیز یا قرنطین لګېدو سره مزار شریف کې هم عامه ځایونو ته په تګ بندیز ولګېد.

له دې بندیز مخکې روضې ته له مختلفو ولایتونو هره ورځ تر سلګونو کسان ور تلل او له زیارت مخکې یا وروسته به یې د نظر په توګه دانه اخیسته او کوترو ته به یې اچوله.

له کوترو سره انځور اخیستل هم د زیارتوالو لپاره یو بل وختېری او بوختیا وه.

د کوترو د دانو لسګونه ټپرۍ یا غرفې هم د ځايي چارواکو لپاره د عاید یوه بله سرچینه ده.

د عکس تشریح،

ځايي خلک وايي، د کوترو مړه کېدو سره د حکومت د عاید یوه سرچینه هم له لاسه وځي، ځکه د همدې کوترو لپاره د دانو لسګونه ټپرۍ شته.

د کورونا له امله تېر پسرلی په مزار شریف کې نوروز جنډه پورته نه شوه او د څلوېښتۍ مراسم یې هم له خلکو پرته د شپې تر سره شول.

د بلخ ځايي چارواکي وايي، وايي د نوروز جندې له لغوه کېدو سره سیمه ییز بازار ته ۹۰ سلنه تاوان ورسېد.

په بلخ کې د قرنطین په اوږدېدو سره په دغه ولایت کې نږدې ۴۰۰ کارخونو خپل کار درولی.

له کابل او هرات وروسته بلخ د کورونا پېښو او مړینو له کبله دریم ځای لري.

د روغتیا وزارت د جون ۹ د مالوماتو له مخې بلخ کې ۱۳۸۲ کسان په کورونا اخته شوي او ۴۶ ترې مړه شوي دي.