شمالي کوریا له سوېلي کوریا سره ټلیفوني اړیکې ختموي

کوریا

د عکس سرچینه، AFP

شمالي کوریا وايي، له ګاونډۍ سوېلي کوریا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مخامخ اړیکتیايي کرښې په ګډون خپل ټول ټلیفوني ارتباط ختموي.

نږدې اونۍ مخکې پیونګ یانګ ویلي و، که خاورې ته یې پروپاګنډ لیکونه استول بند نه شي، له سیول سره ټلیفوني اړیکې پرې کوي.

پیونګ یانګ وايي، له "دوښمنې"سوېلي کوریا سره د مقابلې لپاره یې دا یو لومړنی ګام دی.

ورځني ټلیفونونه چې شمالي کوریا کې په سرحدي ښار کایسنګ کې یې دفتر دی، له سې شنبې بندېږي.

دواړو هېوادونو پر ۲۰۱۸ کال له خبرو وروسته د تاوتریخوالي کمولو لپاره دا دفتر جوړ کړ.

د دواړو کوریاوو ترمنځ د ۱۹۵۳ کال جګړې له پای ته رسېدو راهیسې هم د سولې کوم تړون نشته او له یو بل سره د جګړې حالت لري.

د کوریا مرکزي خبرونو ایجنسۍ خپل رپوټ کې وايي: "شمالي کوریا به د ۲۰۲۰ کال د جون د نهمې له ۱۲ بجو د شمال او سوېل د چارواکو ترمنځ د اړیکو کرښې بندې او پرې کړي، چې د شمال-سوېل د ګډو اړیکو دفتر له مخې جوړې شوې دي".

شمالي کوریا وايي، پوځي اړیکتیايي چینلونه به هم پرې شي.

کله چې تېره جنورۍ کې د کورونا بندیزونو له امله د اړیکو دفتر وتړل شو، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټلیفون له لارې تماس نیول کېده.

د دواړو کوریاوو ترمنځ سهار او مازیګر تماس نیول کېږي او د دوشنبې په ورځ په سهار نهو او مازیګر پنځو بجو یې دوه ټلیفونونه سره کړي دي، خو سوېلي کوریا وايي، تېرو ۲۱ میاشتو کې د اول ځل لپاره یې نن سهار یو ټلېفون ته ځواب نه دی ویل شوی.

د عکس تشریح،

دا پروپاګنډ لیکونه له سوېلي کوریا هغه کسان پورته کوي چې له شمالي کوریا دلته تللي دي

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور کېم یو جونګ تېره اونۍ ګواښ وکړ، که له سوېلي کوریا دغه هېواد ته د لیکونو لېږل بند نه شي دا دفتر به وتړي.

د هغې په خبره، دا شپه لیکونه د دوښمنۍ چاره او د سولې هغه تړون خلاف ورزي ده چې پر ۲۰۱۸ کال د دواړو کوریاوو مشرانو کړی دی.

له شمالي کوریا د تښتېدلو کسانو یوه ډله د بالون په مرسته د شمالي کوریا خاورې ته شپه لیکونه لېږي.

د رپوټونو له مخې له دې شپه لیکونو سره کله کله وسایل هم لېږل کېږي چې خلک د دې کاغذونو پورته کولو ته وهڅوي.

د شمالي کوریا خلک یوازې له دولتي لارو خبرونو ته لاسرسی لري او ډېری یې انټرنېټ هم نه لري.