د سویډن د پخواني لومړي وزیر قاتل ۳۴ کاله وروسته وپېژندل شو

اولوف پالمې د۱۹۸۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸ مه له شا په ډزو وویشتل شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اولوف پالمې د۱۹۸۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸ مه له شا په ډزو وویشتل شو

سویډن کې څارنوالانو لسیزې وروسته د هغه سړي نوم اخیستی چې دوی وايي، پخوانی لومړی وزیر اولوف پالمې یې وژلی و. دوی وايي، د ښاغلي پالمې قاتل ګرافیک ډیزاینر یا طراح سټیګ اینګسټرم و، چې څه باندې ۱۹ کاله مخکې یې ځان وواژه.

لوی څارنوال کریستر پېټرسن وايي، دوی نور د پالمې وژنې څېړنو دوسیه تړي. پالمې ۱۹۸۶ کال کې له مېرمن سره د سټاکهولم له یوې سینما کور ته پر لاره و، چې له شا په ډزو وویشتل شو.

اولوف پالمې پر هغه ورځ خپل ساتونکي رخصت کړي وو او د ښار له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې پرې قاتل داسې مهال ډزې وکړې، چې لس - پنځلس کسان هلته ولاړ وو.

وژونکی وروسته د پېښې له ځایه وتښتېد. د پالمې زوی مارتین سویډش راډیو ته وویل، فکر کوي، څارنوالان سمې پرېکړې ته رسېدلي او د دغې دوسیې تړل مناسبه چاره ده.

د پالمې وژل کېدو قضیې کې له زرګونو کسانو پوښتنې ګروېږنې شوې وې او یوه عادي مجرم په دې وژنه کې تورن شوی هم و، خو وروسته هغه پرېکړه لغو شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پالمې وژنې سویډنیان حیران کړي وو او ډول ډول ګنګوسې یې په هکله خپرېدې

ښاغلی پېټرسن وايي:

''هغه کس سټیګ اینګسټروم دی، خو دی مړ دی، ځکه یې نه شو تورنولای او پرېکړه مو وکړه، چې دوسیه نوره وتړو.''

لوی څارنوال وايي، په لومړي سر کې دغه سړي ته ډېره توجه نه وه شوې، خو وروسته خبر شوو، چې هغه پخوانی پوځي و، د نښه ویشتونکو د یوه کلب غړی و، د وسلې استعمال شکونه پرې شوي، له کچې زیات شراب یې څښل او له مالي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان و، او دغه راز یې د ښاغلي پالمې پر پالیسیو یې سختې نیوکې کولې.

خو لوی څارنوال زیاتوي، د دې هر څه تر څنګ هم ( په بشپړه توګه) نه پوهېږو چې اینګیسټروم ولې پالمې وواژه. اینګیسټروم د پېښې ځای ته نژدې په یوه انشورنس کمپنۍ کې دنده درلوده او د پېښې پر مهال هلته لیدل شوی و.

وروسته ترې څو ځله پوښتنې ګروېږنې وشوې، خو ژر به خوشی شو. ۲۰۰۰ کال کې نوموړي په ظاهره ځان وواژه.

پولیسو د ځینو ثبوتونو او عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې د پېښې په ځای کې د نوموړي د شتون څرنګوالي په تړاو نژدې ۱۸ کال وروسته تحقیق پیل کړ، چې اوس یې پایله اعلان کړه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

پالمې له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه کوڅه کې وژل شوی و

د سویډن هغه مهال لومړي وزیر د ۱۹۸۶ کال فبرورۍ پر ۲۸ مه ساتونکي رخصت کړي وو او له خپلې مېرمن لیسبیت، د دوی زوی مارټین او یوې ملګرې نجلۍ سره سینما ته تللی و.

د فلم له لیدو وروسته دوی د سټاکهولم له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه سویاواګین کې روان و، چې له شا پرې ډزې وشوې او هغه مهال ۵۹ کلن پالمې ځای پر ځای ومړ.

پولیسو د پېښې په ځای کې د اي ۳۵۷ ماګنم ډوله کوچني ټوپک مرمۍ وموندلې، خو په پېښه کې کاروول شوی ټوپک هیڅکله و نه موندل شو.