ښځې د ماغزو جراحي عملیاتو پر مهال د زیتونو خواړه تیارول

جراحي

د عکس سرچینه، Getty Images

د دماغ جراحي عملیاتو پر مهال له ځینو ناروغانو غوښتل شوي، چې د موسیقۍ ځینې الات وغږوي، خو تر اوسه د عملیاتو پر میز د زیتونو پاکولو په هکله څه نه دي اوریدل شوي.

په ایټالیا کې بیا یوې شپیته کلنه مېرمنې عین هغه مهال د زیتونو پر پاکولو او خوراک ته چمتو کولو بوخته وه، چې ډاکترانو یې له دماغه ټیومر لرې کاوه.

د انکونا ریونیتی روغتون نیورو سرجن وايي ''د عملیاتو دوه ساعته بهیر ډېر ښه پر مخ لاړ. '' ویل کېږي دغې ناروغې په یوه ساعت وخت کې ۹۰ زیتون پاک کړي.

دغه ډول جراحي د ویښ دماغ جراحي بلل کېږي او د ټیومرونو لرې کولو لپاره معمولاً د اعصابو په هغه برخه کې کېږي چې نظر، حرکت یا خبرې کول کنټرولوي.

د دې لپاره چې روغو ریښو ته ډېر زیان و نه رسېږي، جراحان د عملیاتو بهیر کې له ناورغانو ځینې پوښتنې کوي یا یې په یوه نا یوه فعالیت بوخت ساتي.

نیورو سرجن رابرتو تریګناني انسا خبري شبکې ته وویل، ''هغسې چې د دماغ کیڼ اړخ ته دغه برخه یاداشت او خبرې، او د بدن ښی اړخ حرکات کنټرولوي موږ ته فرصت راکوي، چې د عملیاتو پر مهال یې د دماغ فعالیت وڅارو. ''

ډاکتر تریګناني چې د ۱۱ روغتیايي ماهرینو د ډلې یو غړی دی، په دا وروستیو کلونو کې یې د ویښ دماغ دغه ډول ۶۰ جراحي عملیات کړي دي.

په انکونا کې له نورو ناروغانو بیا غوښتل شوي وو، چې کارټون فلمونه وګوري.

خوراک ته د اسکولي نومي دغه ډول زیتونو چمتو کول یوه پیچلې چاره بلل کېږي او د ایټالوي رسنیو په رپوټونو کې د دې جراحي عملیاتو حال بیان شوی، چې ګواکې میز یې پخلنځي ته ورته معلومېده.

د ایټالیا په دغه مرکزي سیمه کې د یوه ځانګړي خوراک په توګه د دغه ډول زیتونو چمتو کول دود دي، چې په تازه غوښه کې له پټولو وروسته په اوړو او هګیو کې نغښتل کېږي او بیا په غوړو کې سره کېږي.