ایران ته د کورونا دویمه څپه راغلې؟

ایران ته د کورونا دویمه څپه راغلې؟

افغانستان ته د ډېرو په گومان د کورونا وېروس له ايرانه ورغى. اټکل دا دى چې له ايرانه ستنېدونکو کډوالو هرات ته او له هغه ځايه نور افغانستان ته دغه ويروس خپور کړ. ايران د کورونا وېروس په لومړيو اوونیو کې، له چین وروسته، د دې ناورغۍ دويم لوى مرکز و. اوس له دغه هېواد داسې نښې نښانې خپرېږي چې ښايي د وایرس دویمه څپه پرې راغلې وي ځکه د وېروس نوې مثبتې پېښې پکې په ډېرېدو دي. د ایران ټول نفوس اتیا میلیونه دی. محدودیتونه پکې لرې شوې دي او ځینو ښارونو ته له وړاندې لا د "سرو زونونو" نوم ورکړل شوی دی.