امریکايۍ څېړونکې: ایراني پلټونکو یوازې یوه غوښتنه لرله

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د پرېنسټن پوهنتون چینایي توکمه امریکايي څېړونکې ژیایو وانګ د ایران د پلازمېنې تهران په اوین جېل کې له ۴۰ میاشتې بند وروسته امریکا کې له بندي ایراني او د پوهنتون استاد مسعود سلیماني سره تبادله شوه.

نوموړې د امریکا له ملي عمومي راډیو سره مرکه کې وايي، ایراني سرتېرو له نیولو مخکې ورته ویل، له ایران ووځه، وسایل دې ټول کړه، چې هوايي ډګر ته یې در سره یوسو، خو د هوايي ډګر په ځای یې بند ته ولېږدوله او ګوښې کوټه کې یې بندي کړه.

ژیایو وانګ وايي، پلټونکو بیا بیا ورته ویل: "مقاومت ګټه نه لري، موږ له امریکا سره معاملې ته ضرورت لرو، که اعتراف ونه کړې، موږ قضايي دوسیه نه شو جوړولی، که دوسیه جوړه نه شي بیا معامله نه کېږي".

نوموړې زیاتوي: "دوی ویل غواړو له امریکا خپلې پیسې ترلاسه کړو، خپل بندیان تر لاسه کړو".

"دوی بیا بیا له ما غوښتل یوازې یوه جمله ولیکم، یوه جمله او هغه دا چې زه د امریکا جاسوسه یم".

ایران او امریکا د ۲۰۱۹ کال ډیسمبر کې د سویس حکومت په منځګړتوب ژیایو وانګ او مسعود سلیماني سره تبادله کړل.

دې تبادلې پسې د امریکا ولسمشر ټوېټر کې د "یرغملو د تبادلې" پر سر د "ډېرو منصفانه خبرو" له امله د ایران مننه او د اټومي تړون په هکله د خبرو غوښتنه وکړه.

ژیایو وانگ تاریخ کې د ډاکټرۍ برخې زدکوونکې ده. هغه پر ۲۰۱۶ کال ایران ته لاړه چې د غجار(قاجار) دوره کې له ښکېلاکګرو یا استعماري قدرتونو سره د ایران پر اړیکو څېړنه وکړي، خو ونیول او د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند محکومه شوه.

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح،

مسعود سلیماني(چپ) له خوشي کېدو وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر سره.

د ایران د هماتولوجۍ ټولنې مشر او د بنسټیزو ژونکو څېړونکی مسعود سلیماني هم د ایران پرضد د امریکا د بندیزونو خلاف ورزۍ په تور بندي شو.

هغه پر ۲۰۱۸ کال په شپږ میاشتنۍ څېړنیزه ویزه د امریکا مینا سوټا ایالت ته لاړ، خو امریکا ته تر رسېدو لږ وروسته د دغه هېواد فدرال پولیسو ونیو.

ایران او امریکا وروستیو کې د بندیانو تبادلې ته مخه کړې ده.

امریکا د سیروس عسګري او مجید طاهري په نوم دوه ایرانیان او ایران هم د امریکا پخوانی پوځي مایک وایټ خوشی کړ.

د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی برایان هوک د جون په لسمه وویل، ایران کې د ایراني توکمه څو امریکایانو پر ازادولو هم راتلونکي کې خبرې کوي.