د پولیسو له لوري د یوه بل تورپوستي وژنه؛ امریکا کې تازه لاریونونه پیل شول
د امریکا په اتلانتا کې د پولیسو په ډزو کې د یوه بل تور پوستي له وژل کېدو او د لاریونونو له پيل وروسته د دغه ښار د پولیسو مشرې اریکا شیلډز استعفا ورکړه. دا ښار کې لا له وړاندې د بل تورپوستي جورج فلوېډ د وژلو په غبرګون کې د لاریونونو شاهد و.
۲۷ ریچارډ بروکس هغه وخت ووژل شو کله چې دی د یوه رسټورانټ مخې ته په خپل ولاړ موټر کې خوب وړی وو.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې د څو اونیو راهیسې د اتلانتا په ګډون د امریکا په نورو ښارونو کې د جورج فلوېډ له وژنې وروسته د پولیسو د تاوتریخوالي او توکمپالنې پر ضد پراخ لاریونونه روان دي. ښاغلی فلوېډ د مې پر ۲۵مه د پولیسو له لوري د نیولو پر مهال مړ شو.
د اتلانتا د پولیسو په وینا د ښاغلي بروکس د شراب څښلو معاینه مثبته وه او نوموړي د نیولو پر مهال مقاومت کړی.
د جورجیا ایالت د جنايي څېړنو اداره د ریچارډ بروکس د مړینې په اړه پلټنې کوي او دې لړ کې هغه ویډیو هم څېړي چې یوه عیني شاهد اخستې ده.
ښاغلی بروکس په دې ویډیو کې د رسټورانټ د موټرو په تم ځای کې له دوو پولیس افسرانو سره د لانجې په حال کې لیدل کیږي.
نوموړی له یوه پولیس افسره د برېښنايي شاټ اله ( ټیزر) اخلي او تښتي. بل پولیس دی په ټیزر په نښه کوي وروسته بیا دواړه پولیس په داسې حال کې چې منډې وهي د کمرې له مخې پنا کیږي.
له دې وروسته د ډزو غږ اورېدل کیږي او ښاغلي بروکس لیدل کیږي چې پر ځمکه پروت دی.
نوموړی روغتون ته ولېږدول شو، خو وروسته مړ شو. یو پولیس هم د زیاتو ټپونو له امله تر درملنې لاندې دی.
د 'اېن .بي .سي' خبري شبکې د راپور پر بنسټ دا سږ کال د پولیسو په ښکیلتیا د ډزو ۴۸مه پېښه ده چې د جورجیا څیړنیزه اداره یې په اړه تحقیق کوي، له دې جملې ۱۵ هغه یې مرګونې وې.
د شنبې په ورځ په مرکزي اتلانتا کې مظاهرې پیل شوې، لاریون کوونکو هغه لوحې له ځان سره لېږدول چې د بروکس نوم او دا شعار چې "د تورپوستو ژوند ارزښت لري" پرې لیکل شوي وو.
اتلانتا له دې مخکې هم د جورج فلوېډ د وژنې په غبرګون کې د لاریونونو شاهد وو.
د مې پر ۲۵مه د نوموړي د نیولو انځورونه ښيي چې سپین پوستی پولیس ۴۴ کلن ډریک چایوون د فلوېډ پر مرۍ نهه دقیقې ګونډه ږدي، چې پر ځمکه غورځول شوی دی، د دې پېښې په اړه څلور پولیس له دندې ګوښه کړل شوي او په رسمي توګه تورن پیژندل شوي.
جورج فلویډ خاورو ته سپارل کېږي