د عکسونو البوم: اونۍ په تصویرونو کې
د تېرې اونۍ اوږدو کې د نړۍ په لر او بر کې د اخیستل شويو مهمو خبري تصویرونو ټولګه.
د برتانیا په بریسټول کې د توکمپالنې ضد فعالان د ۱۷ پېړۍ اوږدو کې غلامانو سوداګري کوونکي ایډوارډ کولسټون مجسمه اوبو ته غورځوي.
د ټیکساس په هیوسټون کې یو سړی په امریکا کې د یوه سپین پوستي پولیس له لاسه د وژل شوي جورج فلویډ یادګار ته درناوی وړاندې کوي.
په واشنګټن کې د امریکا کانګریس دیموکرات غړي جورج فلویډ ته د درناوي وړاندې کولو په موخه اته دقیقې او ۴۶ ثانیې پټه خوله ناست وو
له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره د حکومت لا رغنده رول غوښتنې احتجاجیانو خپرولو لپاره د نیپال په کټمنډو کې پولیس اوبه شیندي.
د ایټالیا په سالیرنو کې د یوې ښځې کورونا معاینه کېږي. ایټالیا کې د مارچ له ۷ لګول شوي سخت بندیزونه اوس په تدریجي ډول نرمېږي.
د لندن په شمال کې د غاښونو یو ډاکتر له قرنطین وروسته د فعالیت له لومړي اجازت موندلو وروسته د خوندیتوب له تدبیرونو سره فعالیت پیلوي.
د عراق په بغداد کې یو هلک په سخته ګرمۍ کې د لامبو لپاره سیند ته ټوپوهي.
د کالفورنیا سمندر پر غاړه یوه ماشومه منډې وهي
د برتانیا په یوه ژوبڼ کې یو لیوه. دغه هېواد کې ژوبڼونو ته د جون له ۱۵ مې وروسته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شوې
د عسکونو ټول حقونو د کاپي رایټ حقونو له درلودونکو سره دي، چې یادونه یې شوې ده.