پاکستان: مېړه، مېرمن د اووه کلنې مزدورې شکنجې او وژنې په تور نیول شوي

  • ام الیاس خان
  • بي‌بي‌سي اسلام آباد
پاکستان
د عکس تشریح،

حسن صدیقي د زهره له مړینې لږ وروسته ونیول شو

پاکستان کې هغه مېړه او مېرمن یې د ۱۴ ورځو لپاره د پولیسو له لوري د حقیقت موندنې تر مهاله زندان ته لېږل شوي دي، چې په وهلو ډبولو د اووه کلنې نوکرې وژنې تور پرې لګېدلی.

په راولپڼدۍ ښار کې د روغتون مسوولینو د مې میاشتې په وروستیو کې له هغه وروسته پولیسو ته د دې پېښې خبر ورکړی و، چې زهره نومې ماشومه همدې جوړې په سخت ټپي حالت کې د درملنې لپاره وروړې وه.

زهره روغتون کې له بستري کېدو یوه ورځ وروسته ومړه.

پاکستانۍ رسنیو کې د دغې موضوع په تړاو ګڼ رپوټونه خپاره شوي، خو نیول شوي مېړه او مېرمنې یې د ماشومې شکنجه کولو برالا اعتراف نه دی کړی.

د زهره نیکه سید فضل حسین شاه بي بي سي ته وویل، یوه لرې خپلوان یې چې د نیول شوي سړي حسن صدیقي په کور کې یې د اشپز دنده درلوده، زهره هم هلته نوکره کړې وه:

''هغه ویل، په دې کور کې به څه نا څه زده کړي، چې موږ یې نه شو ورزده کولای، ځکه موږ هم اجازه ورکړه، چې هلته نوکري وکړي. ''

د پولیسو رپوټ کې ویل شوي، یاده ماشومه د مې پر ۳۱ مه د روالپنډي یوه روغتون ته داسې حال کې راوړل شوې وه، چې پر مخ، ولیو، سینه او پښو یې د ټپونو نښې وې. هلته د ځانګړې پاملرنې څانګه کې بستري شوې وه، خو یوه ورځ وروسته یې ساه ورکړه.

د پولیسو رپوټ زیاتوي روغتون مسولینو دوی ته د جون پر لومړۍ نېټه د پېښې خبر ورکړی و، چې ماشومه لا ژوندۍ خو بیهوښه وه.

روغتیا پالانو پولیسو ته ویلي، دغه ماشومه حسن صدیقي نومي سړي روغتون ته وروړي.

ادعا کېږي چې دغه سړي ډاکترانو ته ویلي و، چې ماشومه یې نوکره ده، د دوی ساتلي توتیان یې له پنجرې ازاد کړي و، ځکه مېړه او ښځې د غوسې له کبله وهلې ټکولې ده.

روغتیا پالان وايي، وروسته ښاغلی صدیقي له روغتونه تري تم شو او دوی پولیسو ته خبر ورکړ.

پولیس وايي، دوی وروسته دغه سړی د شناختي کارت یا پېژند پاڼې د نقل له مخې وموند چې نوموړي د ماشومې بستري کولو پر مهال روغتون مسوولینوته ورکړی و.

د دغې پېښې په تړاو په پاکستاني رسنیو کې او دغه راز د خواله رسنیو له لارې له غوسې ډک پراخ غبرګونونه څرګند شوي.

د پاکستان بشري حقونو وزارت وايي، د ماشومانو مزدورۍ محدودولو لپاره قانوني اصلاحات رامنځته کوي.

خو پر چارواکو نیوکې کېږي چې له مخکې د شته قوانینو پلي کولو لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي.

د عکس سرچینه، Family handout

د عکس تشریح،

د ماشومې زهره درې کاله مخکین تصویر

په پاکستان کې د کم عمره مزدورو ماشومانو په هکله کره شمېرې نه شته، خو له دې مخکې هم له دې ماشومانو سره د زور زیاتي رپوټونه خپاره شوي دي.

د سږکال په لومړیو کې د بشري حقونو دریو ګروپونو یوه ګډ رپوټ کې ویل شوي، د تېرې یوې لسیزې موده کې لږ تر لږه ۱۴۰ ماشوم مزدوران ځورول شوي، جنسي تېری پرې شوی او یا ان وژل شوي دي.

دغه شمېرې د ورځپاڼو رپوټونو له مخې یو ځای شوې او د دغسې پېښو د ښکار ماشومانو د بیوزلو کورنیو له لوري د ډار، جوړجاړي یا پټه خوله پاتې کېدو له کبله د پېښو نه رپوټ کولو ته په پام سره محتاطانه شمېرې بلل کېږي.