کورونا وېروس: په ځینې هېوادونو کې د دویمې څپې وېره

د ویډیو تشریح،

د کورونا وېروس دویمې څپې په هکله اندېښنې

د نړۍ په لروبر کې هېوادونه د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه ورو، ورو کموي خو د وېروس د دویمې څپې وېرې هم ورسره ډېرې شوې دي.

دا ځکه چې څو هېوادونو کې چې محدودیتونه کم شوي بیا پکې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. په ځینو هېوادونو کې خو چارواکي مجبوره شول بېرته بندیزونه اعلان کړي.

د چین په یوه بازار کې د کورونا وېروس نویو ناروغانو له موندل کېدو وروسته په دغه ښار کې د کوویډ - ۱۹ وبا بیا خپرېدو اندېښنې راپورته شوې دي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې په اسپانیا کې د کورونا وېروس له کبله د هیڅ مړینې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

اسپانیا کې له یوې اونۍ راهیسې د مړینې رپوټ نه دی ورکړل شوی

په دغه هېواد کې د کورونا له کبله د مړو کسانو شمېر ۲۷۱۳۶ تنو ته رسېدلی دی.

د اسپانیا عامې روغتیا وزارت بېړنیزو چارو همغږی کوونکی فرناندو سمن تېره اونۍ ومنله چې د هېواد په کچه د مړینې ضد او نقیض شمېرو له کبله نوې شمېرې نه خپرېږي.

د نوموړي په خبره د مړینې په شمېرو کې ځايي چارواکو تېروتنه کړې.

د مې له ۲۵ راهیسې په اسپانیا کې د کورونا وېروس له کبله د مړینې معلوماتو راټولو لپاره نوې تګلاره پیل شوې او له هغه راهیسې د مړینې په شمېر کې زیاتوالی نه دی لیدل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د وېروس خپریدو له اندېښنو سره ولسمشر ټرمپ پوځي محصلینو ته وینا کوي

بل لور ته په برازیل کې د کورونا وېروس په تړاو د مړینې کچه د برتانیا پرتله هم لوړه شوې، چې له کبله یې اوس دغه هېواد له امریکا وروسته د کورونا مړینې شمېر له کبله دویم ځای لري.

د دغه هېواد ښي اړخه ولسمشر ژییر بولسونارو اوس هم د قرنطین له کبله د مالي زیان په هکله ټینګار کوي.

په برازیل کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱ زره کسانو ډېر شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن په خپل هېواد کې د یوه حربي پوهنتون محصلینو ته وینا کوي.

ماهرین دغسې غونډې د وېروس خپرېدو لامل بولي. بل لور ته د امریکا دوو ایالتونو اوریګون په قرنطین بندیزونو کې نرمښت کوي.

د عکس سرچینه، EPA

هند کې د نویو کورونا ناروغانو شمېر په چټکۍ سره ډېرېږي او د اغېزمنو کسانو شمېر له پلوه هند په نړۍ کې څلورم ځای خپل کړی دی.

برتانیا کې د دغه هېواد د ملکې کلیزه په رسمي توګه ولمانځل شوه.

د کورونا وېروس له کبله سږ کال دغه مراسم د مخکې په څېر نه و او په ونډسر ماڼۍ کې د مراسمو پر مهال ټولنیز واټن په پام کې نیول شوی و.