هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ ملاتړی میلیاردر نیول شوی

جیمی‌ لای وايي دولت له ده کرکه کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

جیمی‌ لای وايي دولت له ده کرکه کوي

د هانګ کانګ پولیسو د دیموکراسۍ وتلی ملاتړی، فعال او د رسنیو مشر جیمي لای د ملي امنیت د نوي قانون ماتولو او له یوه بهرني هېواد سره د اړیکو لرلو د شک په تور له شپږو نورو کسانو سره نیولی دی.

د نوموړي مرستیال مارک سیمون ویلي، ښاغلی لای د دوشنبې په ګهیځ وختي نیول شوی دی.

۷۱ کلن لای تېر کال په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ په پلوي د مظاهرو ملا تړلې وه.

نوموړی په تېره فبرورۍ میاشت کې د خلکو په ناقانونه راغونډولو تورن شوی و، خو وروسته په ضمانت خوشی شو.

د لای شتمني یو میلیارد ډالر اټکل شوې - چې تر ډېره د ده په لاس جوړه ورځپاڼه "اپل ډېلي" په هانګ کانګ او چین کې پر سیاسي مشرتابه نیوکې کوي.

مخکې لای له "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي وو "دوی زما له زړورتیا کرکه لري او په دې باور دي چې زه ستونزې زیږوم."

په هانګ کانګ پولیسو ویلي، د ملي امنیت د نوي قانون د ماتولو په تور یې اوه کسان نیولي، خو دا یې لا نه ده روښانه کړې چې ایا ښاغلی لای پکې شته او که نه.

فعالان وايي، دا قانون په چین کې د مخالفانو پرضد د "سیاسي وسلې" په توګه کارول کېږي.

ګڼو هېوادنو د یاد قانون پر تصویبېدو نیوکه وکړې.

په تېره مې میاشت کې د چین حکومت په هانګ کانګ کې داسې امنیتي قانون په پام کې نیولی و چې ممکن په هانګ کانګ کې ور سره نوې مظاهرې پیل شي.

د دې قانون له مخې، هر هغه اعتراض منع شوی چې "بلوا یا بېلتون غوښتنه" وبلل شي.

د چین رسنۍ دا قانون د ملي امنیت ملاتړی، خو مخالفان یې د هانګ کانګ د کورواکۍ ختمولو په مانو بولي.