د لبنان کابینې د حکومت ضد احتجاجونو له کبله استعفا اعلان کړه

Lebanese PM Hassan Diab

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

لومړي وزیر پر ملي تلویزیون خپله وینا کې د حکومت استعفا اعلان کړه

د لبنان حکومت په دې هېواد کې د روانو احتجاجونو له کبله استعفا اعلان کړې ده. دغه احتجاجونه تېره سې شنبه پلازمېنه بیروت کې له یوې خونړۍ چاودنې وروسته پیل شوي، چې باور کېږي شاوخوا دوه سوه کسان پکې وژل شوي.

لومړي وزیر حسن دیاب دوشنبه ماښام پر ملي تلویزیون خپله وینا کې اعلان وکړ چې حکومت واک پرېږدي او استعفا کوي.

په دغه هېواد کې ډېری وګړي له شته اداري فساد او د حکومت له ناغیړۍ سر ټکوي او تور لګوي چې حکومتي مشران د وضعیت بدلولو کې ناکامه شوي دي.

دوشنبه پرله پسې د دریمې ورځې لپاره احتجاج کوونکوي د لویو ښارونو لارو کوڅو ته راوتلي وو او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې هم کړې دي.

د تېرې سې شنبې خونړۍ چاودنه د هغو ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټرېټو له کبله شوې وه چې د بیروت بندر کې په ناخوندي توګه له څو کلونو راهیسې ساتل کېدل.

لومړي وزیر حسن دیاب خپله وینا کې همدې پېښې ته په اشارې وویل، حکومت د خلکو دا غوښتنه مني چې په دې قضیه کې له هغو کسانو چې ناغېړي یې کړې، باید حساب وشي.

خونړۍ چاودنه چې حکومت یې رانسکور کړ:

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د بېروت له چاودنې وروسته لبنانبانو په پراخو لاریونونولاس پورې کړ

د بیروت والي ویلي باور دادی چې د لبنان په پلازمینه کې د تېرې اونۍ زورورې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ زیات دی او ګڼ شمېر بهرنیان هم لادرکه دي.

والي مروان عبود ویلي لسګونه کسان چې یو زیات شمېر یې بهرني کاریګر دي تر اوسه لادرکه دي.

په ورته وخت کې د لبنان پوځ په هغه سمندري بندر کې چې چاودنه په کې شوې د قربانیانو او د احتمالي ژونديو پاتې شویو کسانو د لټون چارې درولي دي.

بل لورته تېره شپه هم د دویمې پرله پسې شپې لپاره د حکومت ضد لاریونونو دوام درلود او لکه د اوړمې شپې په څېر د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب پېښ شوی. لاریون کوونکي د بیروت چاودنې په وړاندې د حکومت د چلن او فساد له امله غوصه دي.

چاودنې ګڼ شمېر کسان بې کوره کړي:

د تېرې سې شنبې له چاودنې وروسته سلګونه زره لبنانیان په داسې کورونو او ودانیو کې ژوند کوي چې سخت زیان یې لېدلی، ډېر شمېر یې کړکۍ او دروازې نه لري او له اوبو او برېښنا هم بې برخې دي.

ملګرو ملتونو خبر داری ورکړی چې که سمدستي د روغتیايي او خوراکي توکو مرسته ونه شي نو شونې ده چې بشري ناورین رامنځته شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سلګونه زره کسان په سختو زیانم شویو ودانیو کې اوسیږي

مرستندویه هېوادونو او بنسټونو له لبنان سره د ۲۹۷ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې. دا ژمنې په هغې غونډه کې وشوې چې د ویډیو کانفرانس له لارې جوړه شوې وه او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون یې مشري کوله.

مرستندویانو ټېنګار وکړ چې مرستې باید مخامخ لبنانیانو ته ورسیږي.

لبناني چارواکي وايي د بیروت د تېرې اونۍ چاودنه د ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټریټ له امله رامنځته شوې چې له تېرو شپږو کالونو راهېسې په نا امنه توګه د بیروت په سمندري بندر کې زېرمه کړل شوي وو.

د دومره اوږدې مودې لپاره د ښار منخ ته نږدې سیمه کې په دې اندازه د زیات امونیم نایټریټ زېرمه کولو له امله لبنانیان غوصه دي،دوی چارواکي او واکمن سیاستوال په فساد، بې پروایۍ او ناسم مدیریت تورنوي.