د امریکا "مرګ دره" کې د ګرمۍ رېکارډ درجه ثبت شوه

File photo of Death Valley, California, taken in July 2020

د عکس سرچینه، Getty Images

نړۍ کې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ۵۴ اعشاریه څلور سانتي ګراد درجې ریکارډ شوې او هغه هم د امریکا د کلیفورنیا په مرګ دره کې. د امریکا د هواپوهنې ملې اداره دا ریکارډ تاییدوي.

مرګ دره کې د ملي پارک یوې کارمنې برنډي سټورټ بي بي سي ته وویل: "ځپونکې ګرمي ده او په مخ دې وهي. "

مېرمن سټورټ دغه پارک کې له پنځو کلونو راهیسې کار کوي او اوسېږي، خو اګسټ کې تر ډېره په کور وي، ځکه له وره وتل ډېر سخت وي:

"کله چې بهر وځې، داسې وي لکه مخ ته چې کرنډ در کول کېږي. ګرمي دې کېږي او په لار تلل لکه پر نغري تلل وي، هرې خوا ته ګرمي وي. "

د تودوخي دا درجه د امریکا لوېدیځه سمندرغاړه کې د ګرمۍ د سختې څپې پر مهال ریکارډ شوې، خو دا هم ویل کېږي چې روانه اونۍ به ګرمي نوره هم ډېره شي.

خو په ورته مهال کلیفورنیا کې برېښنا هم پرچاو شوې ده.

پخوانی ریکارډ

مرګ دره کې د فرنس کرېک په نوم سیمه کې دا ډېره تودوخه ریکارډ شوي، خو له دې مخکې او پر ۲۰۱۳ کال یې هم تودوخه ۵۴ سانتي ګراد درجې وه.

یوه پېړۍ مخکې یې هم تودوخه ۵۶ اعشاریه ۶ سانتي ګراد درجې ثبت شوې، خو پر هغه ریکارډ اختلاف شته او اوسني هواپوهان وايي، هغه ریکارډ کې څو درجې تېروتنه شوې ده.

د موسمونو تاریخپوه کرسټوفر برټ پر ۲۰۱۶ کال شننه کې وویل، مرګ دره کې پر ۱۹۱۳ کال ریکارډ شوې تودوخه د همدې سیمې له تودوخې سره سمون نه خوري.

د ځمکې پر کوره خورا ډېره تودوخه پر ۱۹۳۱ کال تیونس کې ۵۵ سانتي ګراد درجې ثبت شوې ده.

خو کرسټوفر برټ افریقا کې هم پر دغه تودوخه شک لري.

د ګرمۍ څپې

د عکس سرچینه، Reuters

امریکا کې د ګرمۍ سختې څپې سوېل لوېدیځ کې له اریزونا نیولې شمال لوېدیځ کې تر واشنګټن رسېدلې دي.

تمه ده چې ځايي وخت دوشنبه او سې شنبه به یې اوج وي او د اونۍ پای کې به کمې شي، خو روانه ګرمي به لا هم لس ورځې وي.

کلیفورنیا کې د ګرمۍ د سختو څپو له امله یوه سیمه لاسن کاونټي کې اور هم لګېدلی دی.

کلیفورنیا کې د برېښنا رسولو یوې خصوصي ادارې دریمه درجه بېړني حالت اعلانولو سره ویلي، دغه ایالت کې به د برېښنا کمی ډېر شي.

کلیفورنیا کې برېښنا تر ډېره لمري او بادي ده، خو ګرمۍ کې د ارکنډېشنونوډېر کارېدو سره د برېښنا تولید له فشار سره مخ کېږي او د ټول سیسټم د له منځه تلو خطره یې وي.

ایالتي چارواکي د دې پېښې د مخنیوي لپاره وخت په وخت برېښنا پرچاووي او دې سره حالت کنټرولوي او انرژي سپموي.

د سخت موسم اغېز

چارواکي له دریو تر څلورو ورځو ت له ۳۲ سانتي ګراد درجې پورته تودوخه ګرم موسم یا د ګرمۍ څپه بولي.

د امریکا د روغتیا ادارې په خبره، د ګرمۍ څپه کې چې څومره خلک مري، کوم بل موسم کې نه مري.

سخت ګرم موسم کې چې پر انساني بدن بد اغېز کوي، انسان جړ یا ګرمي وهي، د بدن اوبه یې کمېږي او ان سکته کولی شي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، د ګرمۍ څپه د تنفسي نظام په ګډون مختلفې ناروغۍ پیدا کوي او د پښتورګو یا ګردو او زړه ناروغي زیاتوي.