نړیوالې محکمې د لبنان د لومړي وزير په وژنه کې د حزب الله ډلې غړی پړ وباله

حریري ترور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

سیاستوال او پانګوال رفیق الحریري په لبنان کې د سوریې د سیاسي او پوځي نفوذ کلک مخالف وو

د جرمونو نړیوالې محکمې د حزب الله ډلې غړی سلیم عیاش د لبنان د پخواني لومړي وزیر رفیق الحریري په وژنه کې مجرم وباله او درې نورو تورنو کسانو ته یې برائت ورکړ.

دې محکمې چې مرکز یې د هالنډ په هاګ کې دی دغیاني محاکمې په پایله کې پریکړه کړې چې په هغه لویه چاودنه کې چې الحریري یې په ۲۰۰۵ کال کې وواژه د "سلیم عیاش موبایل تیلیفون بنسټیز رول درلود".

خو دا لا نه ده مالومه چې د رفیق الحریري په وژنه کې څلور تورن کسان هر یو سلیم جمیل عیاش، حسن حبیب مرعي، حسین حسن عنیسی او اسد حسن صبرا چېرته دي.

تورن کسان محکمې ته حاضر نشول او له خپل ځانه یې دفاع ونکړه خو د محکمې له خوا د دوی لپاره ټاکل شوي مدافع وکیل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ټول شواهد یوازې احتمالي شواهد دي او قطعي نه دي او دا نه ثابتوي چې تورنو کسانو په دې وژنه کې لاس درلود.

د نړیوالې محکمې د قضايي پلاوي مشر ډیویډ رای د غونډې په پيل کې وویل چې شونې ده حزب الله ډلې او سوریې دولت غوښتل چې رفیق الحریري له منځه یوړل شي خو په دې وژنه کې د هغوی د ښکیلتیا په اړه شواهد نه دي وړاندې شوي.

هغه ټینګار وکړ چې د رفیق الحریري وژنه سیاسي وه او له لبنانه د سوریې د پوځیانو پر وتلو ټينګار له امله دا احتمال رامنخته کیږي چې ښايي سوریې دولت د هغه له وژلو سره تړاو ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په بیروت کې رفیق الحریري په یوه زوروره چاودنه کې ووژل شو

د لبنان د پخواني سني مذهبي لومړي وزیر رفیق الحریري په وژنه کې ټول تورن کسان د ایران له ملاتړه برخمنې شیعه ډلې حزب الله غړي دي خو دې ډلې د الحریري په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

له دې وړاندې د حزب الله مشر حسن نصر الله ویلي وو چې محکمه غواړي د دې ډلې څو غړي په دې دوسیه کې تورن کړي.

دا محکمه په ۲۰۰۷ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له مخې رامنځته شوه.

د محکمې جوړېدلو په لبنان کې سیاسي ترینګلتیا رامنځته کړه او په پایله کې یې د ملي وحدت حکومت له منځه ولاړ.

په پلازمینه بیروت کې پر رفیق الحریري بمي زوروره چاودنه کې له شلو زیات نور کسان هم ووژل شول. هغه په لبنان کې د سوریې د نفوذ په وړاندې مبارزه کوله. د هغه له وژلو وروسته لسګونه زره کسان واټونو ته را ووتل او د سوریې پرضد یې شعارونه ورکول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د رفیق الحریري له وژلو وروسته پراخ لاریونونه وشول

د دې مخالفتونو په پایله کې سوریه اړ شوه چې له ۲۹ کلن پوځي حضور وروسته خپل زرګونه سرتیري له لبنانه وباسي.

د رفیق الحریري زوی سعد الحریري د محکمې له پریکړې وروسته پر ټویټر ولیکل چې دا پریکړه ورته د منلو ده او غوښتنه کوي چې مجرمین باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي. هغه ټېنګار کړی چې د وینې له پوره نه تیریږي.

سعد الحریري دغه راز په یوه خبرې غونډه کې وویل چې نن تاریخي ورځ ده او دا پریکړه هغو کسانو ته چې د ترهګرۍ دا جرم یې کړی او هغوی چې تر شا یي لاس لري یو پيغام لري او هغه دا چې نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې څوک دې په سیاست کې له جرمونو کار واخلي او بیا دې سزا ونه ویني او پور دې پرې نه کړي.