د ښوونځي زده کوونکي چې طراحان هم شول

د ښوونځي زده کوونکي چې طراحان هم شول

درځئ، په نیپال کې یوه داسې ښوونځي ته لاړ شو چې زده کوونکي یې فېشن ډیزاینران یا طراحان هم دي. دا هر څه د کورونا وېروس له کبله وشول، ځکه په لومړیو ورځو کې د زده کوونکو مورال خورا کمزوری و، نو ښوونکو یې دنده ورکړه او د داسې یوې سیالۍ یې ورته وویل چې له مخې یې د کورونا وېروس په هکله عامه پوهاوی هم ډېر شي.