افریقا له پولیو یا ګوزڼ پاکه اعلان شوه

افریقا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

یوازې واکسین د پولیو یا ګوزڼ مخه نیولای شي

د افریقا یوه خپلواک سیمه ییز کمېسیون افریقا له پولیو یا ګوزڼ پاکه اعلان کړه.

ګوزڼ معمولاً تر پنځه کلنۍ پر کم عمره ماشومانو اغېز کوي او د تل پاتې معلولیت سبب کېږي.

دغه راز که دغه وېروس پر تنفسي غړو اغېز وکړي، د مړینې لامل هم کېدای شي. پنځه ویشت کاله مخکې د ګوزڼ له کبله په افریقا کې زرګونه ماشومان معلول شوي دي.

اوس دغه ناروغي یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده.

ګوزڼ درملنه نه لري، خو واکسین یې د ټول عمر لپاره ماشومان له دغه وېروسه خوندي کوي.

په نایجریا کې د واکسین کمپاین له ډېرو ستړو ستونزو ډک و. لېرې پرتو سیمو ته چې تاوتریخوالي ځپلې دي، د رسېدو په لړ کې ځینې کمپاین فعالانو ژوند هم له لاسه ورکړ.

پولیو معمولاً له یوه کسه بل ته رسېږي او د ککړو اوبو له لارې یې د خپرېدو خطر زیات شي.

دغه وېروس د عصبي ریښو پر نظام حمله کوي چې پایله یې معلولیت کېدای شي.

په افریقا کې اوس له ۹۵ سلنې زیات نفوس ته له ګوزڼه د خوندیتوب واکسین ورکړل شوی دی او له دغې ناروغۍ د ټولې افریقا پاک اعلانونو لپاره په افریقا کې د شهادت نامې ورکولو سیمه ییز کمېسیون ادارې همدا شرط ایښی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

۱۹۵۲ کال کې د پولیو واکسین ته وده ورکړل شوه

اوس په افریقا کې له واکسینه یو شمېر ماخوذ پولیو قضیې پاتې دي، چې ۱۷۷ یې سږ کال وپېژندل شوې.

داسې خورا لږ قضیو کې پیښېږي چې د خولې له لارې د پولیو واکسین له اخیستو سره وېروس بدلون ومومي او بیا هغو کسانو ته خپور شي، چې واکسین یې نه وي اخیستی.

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' په نایجریا، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، انګولا او مرکزي افریقا هېوادونو کې داسې یو شمېر قضیې پېژندلې دي.

د پولیو مخنیوي لپاره ډاکتر جوناس سالک په ۱۹۵۲ کال کې لومړني واکسین ته وده ورکړه او وروسته په ۱۹۶۱ کال کې البرټ سابین هغه واکسین ایجاد کړ چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د خولې له لارې څاڅکې ماشومانو ته ورکول کېږي او له پولیو یا ګوزڼه یې خوندي ساتي.