امریکا: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرو خوا نیولې ده

کرافټ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د امریکا استازې وايي، امنیت شورا لار ورکه کړې

د انډونیزیا سفیر چې ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا پړاویز مشر دی د سې شنبې په ورځ یې د منځني ختیځ په هکله د دې شورا میاشتنۍ غونډه کې پر ایران د بندیزونو بیا لګېدو سره مخالفت وکړ.

د امریکا استازې یې په ځواب کې وویل، امنیت شورا د ترهګرو خوا نیولې ده.

د امنیت شورا غونډه کې پرېکنده اکثریت غړو پر ایران د بندیزونو بیا لګېدو لپاره د امریکا له غوښتنې سره مخالفت وکړ.

د دې شورا پړاویز مشر دې موضوع ته په اشارې وویل، شورا داسې دریځ کې نه ده چې د واشنګټن د غوښتنې په هکله ګام پورته کړي.

پر ایران بندیزونه د دغه هېواد له اټومي پروګرام سره تړلي او د دې تړون پلي کېدو سره ګام په ګام لرې شول.

دا تړون د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو ترمنځ شوی او له مخې یې په اکتوبر کې پر ایران د وسلې بندیزونه لرې کېږي.

امریکا غوښتل چې امینت شورا کې د دې مسلې یادولو سره پر ایران بیا دا بندیزونه ولګېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې پرېکړې په غبرګون کې د امریکا استازې کلي کرافټ د شورا پر ۱۳ نورو غړو سخته نیوکه وکړه.

هغې وویل، امنیت شورا لار ورکه کړې او له ترهګرو سره ولاړه ده.

امریکا چې امنیت شورا کې د ایران د وسلې بندیزونو په تصویب کې پاتې راغله غواړي له ماشه میکانېزم په کار اخیستلو سره دا بندیزونه ولګوي.

ماشه میکانېزم د ایران او شپږو قدرتونو د اټومي تړون یوه ماده ده او له مخې یې پخپله پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه لګول دي.

خو امریکا له دې تړون وتلې او نور هېوادونه چې لا هم دغه تړون ته ژمن دي وايي، نور امریکا د دې تړون له مادو کار اخیستلی نه شي.

خو مېرمن کرافټ ټینګار کوي، چې غوښتنه یې قانوني ده او د امنیت شورا د نورو غړو مخالفت به پرې "حقوقي اغېز" ونه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې پنځه هېوادونه یې د دې شورا دایمې غړیتوب لري.

د امنیت شورا غونډه کې د فرانسې استازي د مېرمن کرافټ په ځواب کې د خپل هېواد، برتانیا او جرمني ګډ دریځ تکرارولو سره وویل، پر ایران د بندیزونو بیا لګولو لپاره د امریکا لیک له قانوني پلوه اغېز نه لري:

"پوره باوري یم چې امنیت شورا کې باید د امریکا د غوښتنې لپاره یو ګام هم پورته نه شي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال مۍ کې امریکا له اټومي تړون واېستله.

امریکا د پنجشنبې په ورځ وویل، د اټومي تړون پر ژمنو د نه درېدو له امله یې له ایران امنیت شورا ته شکایت کړی او ترې غوښتي یې دي چې د ماشه میکانېزم فعال کړي او یوه میاشت کې پر تهران د ملګرو ملتونو هغه بندیزونه ولګوي چې د تړون له مخې لرې شوي وو.

خو د دې شورا له یوه غړي ډومینیکن جمهوریت پرته نورو ټولو ۱۳ غړو د امریکا له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ.

د ملګرو ملتونو د پوهنتون پخوانی استاد او د نړیوال کړکېچ ډله کې د دې ادارې کارپوه ریچارډ ګوین بي بي سي ته وویل: "د انډونیزیا دریځ چې تر روان میلادي کال پړاویزه مشري هم لري په حقیقت کې د شورا د ۱۳ نورو غړو نظر ښيي."

د هغه په خبره، باید انتظار وکړو چې د شورا راتلونکی پړاویز مشر- چې د نیجر هېواد به وي- هم ورته دریځ لري که نه.

د هغه په خبره، امریکا پوهېدله چې له پرېکړې سره یې مخالفت کېږي، خو باور یې درلود چې شورا کې به ډېر ملاتړ ولري.

خو نوموړی خبرداری ور کوي چې دا د دې خنډ هم نه شي کېدلی چې له دېرشو ورځو وروسته امریکا دعوه وکړي چې بندیزونه بیا لګېدلي دي.

په ځواب کې به د امنیت شورا غړي واشنګټن د ډيپلوماټیک صداقت په نشتوالي تورن کړي او وبه وايي، چې بندیزونه نه دي لګېدلي او د امریکا ګام قانوني اړخ نه لري.