فرانسیس توپان په انځورونو کې
فرانسېس توپان برتانیاکې د سخت ورښت او توند باد سبب شو چې په ګړۍ له اویا کیلومترو ډېر چټک دی.

د عکس سرچینه، PA Media
چارواکي په برتانیا کې د باران او داسې توپان خبرداری ور کوي، چې په ګړۍ له ۷۸ کیلومترو به ډېر چټک وي.
د وېلز په فورټ کاول بندر کې څپې له دېوال سره لګېږي. بېړنۍ اداره له خلکو غواړي چې توپاني حالت کې په تېره له سمندرغاړې سره ډېر د ځان خیال وساتي.
د سېلاب له امله په وېلز کې ځینې سړکونه تړل شوي او موټروانان په تګ کې له ستونزو سره مخ دي.
په شمالي ایرلند کې د بېړنیو خدمتونو ادارې کسان نیوکاسټل کې د ایسارو ګاډو د ژغورلو هڅه کوي.
په ګلاسګو کې خلک پلي روان دي، خو په سوېل لوېدیځ سکاټلنډ کې د ۳،۵ انچ باران وړاندوینه شوې ده.
فورټلنډ بېل ته نږدې د ژغورنې بېړۍ څپو کې خپله لار باسي
د سخت باد سره سره ځینې سپي ساتونکي تانموت سمندرغاړې ته وتلي دي.
د توپان له امله لېورپول ته نږدې د ویسټ لنکشایر ګلف کلب کې د ښځو لوبه هم ځنډنۍ کړه.
توندباد لاروني اغېزمن کړي
په ډېون کې د ویسټوارټ هو د پاسه شنه زرغونه
د انځورونو حقونه خوندي دي.