'د اروپا وروستی دیکتاتور' الکساندر لوکاشينکو څوک دی؟

د بیلاروس ولسمشر لوکاشینکو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د ټاکنو کمېسیون له خوا په ورستیو ټاکنو کې دی د اتیا سلنه رایو په تر لاسه کولو بریالی اعلان شوی

الکساندر لوکاشينکو ډېر وخت د اروپا د وروستي دیکتاتور په حېث پېژندل کېږي. ده له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې بېلاروس پخپله ولکه کې ساتلی دی.

خو ښاغلی لوکاشينکو هلته د ټاکنو پر سر تر جنجالونو وروسته اوس له لویو لاريونونو سره مخ دی چې د هغه د استعفا غوښتنه کوي.

دی لومړی ځل په ۱۹۹۴ کې د ټاکنو له لارې د بېلاروس ولسمشر شو. هماغه ځل په دغه هېواد کې دا یوازینۍ داسې ټاکنې وې چې نړيوالو څاروونکو هم ازادې او پاکې ګڼلې وې.

له هغه وروسته ښاغلی لوکاشينکو پنځه ځله نور هم د بېلاروس د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون په خبره، د روان کال د اګست نهمې په ټاکنو کې هم اتیا سلنه رایې همده ګټلې دي.

اوس يې پر ضد زرګونه خلک د یو لړ بې ساري لاريونونو په ترڅ کې لارو کوڅو ته راوتلي دي.

نو، الکساندر لوکاشينکو څوک دی او څنګه دومره اوږده موده په واک کې پاتې شوی دی؟

له بزګرۍ تر واکمنۍ:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

لوکاشینکو له ۱۹۹۴ کال راهیسې پر واک منګولې خښې کړي

واکمنۍ ته د رسېدو په برخه کې د هغه دغه مزل په ۱۹۹۰ کې د بېلا روس پارلمان ته له بریالي کېدو سره پېل شو. هلته يې د اداري فساد ضد کمېټې د مشر په توګه په پوره انرژي د پام وړ کارونه وکړل.

په اصل کې دی د بېلاروس په ختيځ کې په یوه بې وزله کلیواله سيمه کې زېږېدلی او د یوې مور روزلی عاجز زوی وو.

په ۱۹۷۵ کې له پوهنتونه د یوه ښوونکي په توګه فارغ شو او دوه کاله په پوځ کې د سیاسي لارښود په حېث تر دندې وروسته په ۱۹۷۹ کې د شوروي کمونيست ګوند غړی شو.

بیا يې د کرنې او اقتصاد په برخه کې هم زدکړې وکړې او په ۱۹۸۷ کال کې د ماهیلیو سيمې د بزګرانو د یوه شرکت مشر شو.

یو کارپوه انډرس اسلنډ- چې واشنګټن کې له اتلانتیک شورا سره کار کوي- وايي، ښاغلی لوکاشينکو د ۱۹۹۴ کال په ټاکنو کې د یوه بانفوذه نوماند په توګه پېژندل کېده خو د اداري فساد ضد کمپاین پرته هغه هېڅ ډول تګلاره نه لرله.

خو چې واک ته ورسېد نو د کمونیست ګوند د خپل هغه سیال ګڼې تګلارې یې خپلې او تصویب کړې چې په ټاکنو کې يې له ده ماتې خوړلې وه.

هغه د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته له ځينو اقتصادي تګلارو سره مخالفت وکړ، پر اقتصاد، رسنیو او خپلو سیاسي مخالفانو يې واک او کنټرول ډېر کړ.

'زورواکي او استبداد'

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

لوکاشینکو ( له چپې خوا دویم) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین ( له چپې خوا لومړی) سره د هاکي سیالي پرمهال

د ښاغلي لوکاشينکو د واکمنۍ ډول د پخواني شوروي اتحاد د استبداد یا زورواکۍ په څېر یادېږي چې مهمې رسنۍ کنټرولوي، خپل سیاسي رقیبان یا مخالفان ځوروي، زنداني کوي يې او ازاد یا خپلواک غږونه پورته کېدو ته نه پرېږدي.

په ۲۰۰۳ کې ده ویلي وو: "زورواکي زما د خوی ځانګړنه ده او زه تل ورته ژمن یم. ته باید هېواد کنټرول کړې، ويې ساتې او اصلي خبره دا ده چې د خلکو ژوند تباه نه کړې."

په اروپا کې بېلاروس د پخواني شوروي اتحاد یوازینی هغه هېواد دی چې اوس هم خلک پکې اعدامېږي او دا بهیر د ټولو له سترګو پټ ترسره کېږي.

د اعدام هغه ډول چې یو تن پکې په ګولۍ پر سر ويشتل کېږي، شمېر يې نه دی مالوم چې څومره کسان به داسې اعدام شوي وي خو ویل کېږي تر ۱۹۹۹ کاله تر ۳۰۰ ډېر کسان داسې ويشتل شوي او وژل شوي دي.

د کووېډ-۱۹ درملنه ووډکا شراب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښاغلی لوکاشینکو تورن دی چې د خپلو سیاسي مخالفینو په وېرولو، ګواښلو، او د آن د هغوی د وژلو د امر په صادرلو سره په واک کې پاتې دی

د لويديځ د فشارونو پر وړاندې دغه ولسمشر دفاعي دريځ نيولی دی. هغوی د ده د بدلون غوښتوونکي دي.

په ۲۰۱۱ کې دغه هېواد د پېسو پړسوب یا انفلاسیون سره مخ شو او د پېسو نړيوال صندق وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۰ کې به د دغه هېواد اقتصاد شپږ سلنه نور هم ولوېږي خو ظاهراً بېکاري نه ترسترګو کېږي او روسيه لا هم د بېلاروس د تولیداتو مهم او حیاتي واردونکی هېواد دی.

د مې په وروستيو کې -چې کورونا وېروس له کبله په نژدې ټولو لويديځو هېوادونو کې ټولبندیز و- ښاغلي لوکاشينکو ویل چې د بېلاروس حالت ښه دی او بندیزونو ته هېڅ حاجت هم نشته.

خو وخت راغی چې په جولايي کې پخپله دی پر کورونا وېروس اخته او په روغتون کې بستري شو.

ده په لومړیو کې خلکو ته له کووېډ-۱۹ د ځان ساتلو په موخه د ووډکا شرابو د څښلو او په سونا کې د پاتې کېدو سپارښتنه کړې وه.

د شوروي اتحاد ارمانجن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

لوکاشینکو کوویډ-۱۹ ناروغي بابیزه ګڼله خو وروسته دی په خپله پرې اخته شو او روغتون کې بستري شو

د ويلاديميرپوتين په څېر ښاغلی لوکاشينکو هم د پخواني شوروي اتحاد ارمانجن دی. دوی دواړه د یخ پر سر د هاکۍ لوبې مینه وال لوبغاړي دي.

خو ښاغلی لوکاشينکو د جغرافيايي سیاست په برخه کې د یوه ښه توازن ساتلو تمثیل کوي او هڅه کوي د اروپايي ټولنې او روسيې تر منځ د یوه پر ټاکلو ځان ناګاره کړي.

دی اورپايي ټولنه 'د څو اړخیزې نړۍ ستن' او روسيه 'ورور هېواد' بولي.

ده په ۲۰۱۷ کې ویلي وو، 'تاسې خپل وروڼه نه ټاکئ. نو، له موږ هم باید پوښتنه ونشي چې له روسيې سره یو او که له اروپايي ټولنې سره'.

'جدي خبره'

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

په تېرو ټاکنو کې یوه میرمن د لوکاشینکو تر ټولو مهمه سیاله وه خو هغه ویلي د بیلاروس ټولنه ښخو ته د رایې ورکولو ته چمتو نه ده

د بېلاروس ولسمشر لوکاشينکو په دغه هېواد کې د یوه داسې احتمالي بدلون یا انقلاب راتلو خبره رد کړې چې څنګه يې په جورجیا او د اوکراین په ګاونډ کې د پخواني سبک سیاست لرونکي رژيمونه نسکور کړل.

د تېرو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ده ویلي وو چې د بېلاروس ټولنه "چمتو نه وه چې يوې ښځې ته رایه ورکړي ځکه چې اساسي قانون ډېر واک ولسمشر ته ورکړی دی". اوس د هغه ټولې سیاسي رقیبانې ښځې دي.

د ځينو شنونکو په اند، ښاغلی لوکاشينکو له بې ساري فشارونو سره مخ دی خو ځينې نور بیا وايي چې دی تر تېرو ټاکنو مخکې له فشارونو سره مخ و خو روغ ترې راووت.

د بېلټا نيوز په نوم د یوه دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د اګست پر ۱۷ ښاغلي لوکاشینکو اوسنيو لاریونوالو ته خبرداری ورکړی چې دوی "سرې کرښې ته رسېدوونکي دي" او "که تاسې تر دې کرښې واوښتئ نو غبرګون سره به مخ شئ. که تاسې کوڅو ته راووځئ نو موږ به د دې کار چاره وکړو".

"که تاسې د شیانو په ماتولو لاس پورې کړ نو حساب کتاب به درسره وشي. دا جدي خبره ده."