د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ټویټر هک شوی

د نریندر مودي د ټویټر اکاونټ له لارې د مرستو غوښتنه شوې ده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د نریندرا مودي د ټویټر اکاونټ له لارې د مرستو غوښتنه شوې ده

ټویټر ویلي چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د رسمي پاڼې ټویټر اکاونټ هک شوی او په څو پرله پسې ټویټونو کې غوښتنه شوې ده چې یوه مرستندویه صندوق ته ډیجیټلي پیسې واستول شي.

ټویټر ویلي د دې کړنې په اړه مالومات لري او هک شوي اکاونټ د خوندي کولو لپاره لاس په کار شوی دی.

دا له کله چې په تېره جولايي میاشت کې د امریکا ولسمشرۍ ته د نوماند جو بایډن او ټسلا کمپنۍ د مالک ایلن ماسک اکاونټونه هک شوي وو، د لوړ پوړه کسانو د ټویټرونو د هک کولو لړ کې وروستۍ پېښه ده.

دا اکاونټ چې څه باندې دوه نیم ملیونه فالورز لري، د ښاغلي مودي د شخصی پاڼې رسمي ټویټر اکاونټ دی. خو د نوموړي شخصي ټویټر اکاونټ چې څه باندې ۶۱ ملیونه فالورز لري د هک کولو له پېښه کې خوندي دی.

د ټویټر یوه ویاندې بي بي سي ته په لیکلې بڼه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي : "د وضعیت جدي څېړنه کوو، موږ دا مهال د نورو اکاونټونو د اغیزمن کېدو په اړه مالومات نه لرو".

له هک کېدولو وروسته په دې ټویټونو کې چې اوس لرې کړل شوي دي غوښتنه شوې چې د لومړي وزیر د مرستې ملي پروګرام ته دې د ډیجیټل پېسو له لارې بسپنه ورکړل شي.

د مشهورو کسانو پر اکاونټونو بریدونه

د عکس تشریح،

د نړۍ د مشهورو څېرو ټویټر اکاونټونه له دې وړاندې هم هک شوي دي

نږ دې دوه میاشتې وړاندې ټویټر ویلي وو چې د سایبري بریدونو لړ کې د مشهورو کسانو پر ۱۳۰ اکاونټونو بریدونه شوي دي. خو له دې ډلې یوازې لږ شمېر د هکرانو لخوا په کنټرول کې اخستل شوي دي.

دې لړ کې د باراک اوباما، ایلن ماسک، کنې ویسټ او بیل ګېټس ټویټر اکاونټونو ملیونونو فالورانو ته د بیټکاین د یوه جعلي ټویټ په کولو سره هک کړی شوي وو. په دې اړه د امریکا د فدرالي څېړنو له ادارې ( ایف بي آی ) د پلټنو غوښتنه شوې وه.

په ظاهره د جعل کارۍ دا ټویټ د ډېرو مشهورو څېرو لکه کیم کاراداشین ویسټ او د اپل او یوبر په څېر کمپنیو اکونټونو ته هم لاره موندلې وه.

سایبري برید کوونکي په دې برلاسي شوي وو چې د اکاونټونو له امنیتي تدابیرو نه تېر شي ځکه دوی د اکاونټونو د کنټرول لپاره داخلي سېسټم په خپل واک کې اخیستي وو.

ټویټیر ویلي: "له دې برید وروسته د ټویټر اکاونټونو د کنټرول داخلي سېسټمونو ته لاس رسي کې د پام وړ محدودیت راغلی، دا د دې لپاره چې د څېړنو په جریان کې اکاونټونه خوندي شي".

سره له دې چې ډېرو کسانو ته دا مالومه وه چې دا فریب او جعلکارۍده خو بیا هم د هاکرانو بانکي اکاونټونو ته څه باندې سل زره ډالر لېږل شوي وو.

دا ډېره ستونزمنه ده چې ډیجیټلي پیسو لوری تعقیب شي او هغه بانکي اکاونټونه چې سایبري برید کوونکي یې کاروي ژر له پیسو خالي کیږي.