هند کې پر ۸۶ کلنې ښځې جنسي تېري ټول هېواد بوږنولی

هند
د عکس تشریح،

پر ۸۶ کلنې ښځې پلازمېنه ډیلي کې جنسي تېری شوی

په هند کې هر کال د جنسي تېري لسګونه زره پېښې ثبتېږي، خو یو شمېر یې خورا بوږنونکې دي. دغسې یوه پېښه کې د پلازمېنې ډیلي پولیسو پر یوې ۸۶ کلنې ښځې د جنسي تېري په تور یو ۳۰ کلن سړی نیولی دی.

د ښځو لپاره د ډیلي کمېسیون مشرې سواتي مالیوال بي بي سي ته د دغې پېښې په هکله وویل:

''دغه ښځه له کوره بهر هغه سړي ته منتظره وه، چې هره ورځ د کور لپاره شېدې ترې اخلي، چې تېري کوونکی ورغلی او ورته ویلي یې دي، چې شیدو والا نن نه راځي او د شیدو پلورنځي ته د بیولو په پلمه یې له ځان سره بیولې ده. ''

اغلې مالیوال وايي، ښځې پر تېري کوونکي باور کړی، هغه یوې نژدې کروندې ته بیولې او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی. سواتي مالیوال وايي:

''هغې په چیغو ژړل بریدګر ته یې زارۍ کولې چې پرې یې ږدي، هغه ته یې ویلي، چې د انا پر ځای یې ده، خو هغه په بې رحمۍ سره د دغې ناتوانه ښځې زارۍ رد کړې دي. ''

وروسته نژدې لارویو د ښځې چیغې اورېدلې، هغه یې ژغورلې او تېري کوونکی یې پولیسو ته سپارلی دی.

اغلې مالیوال چې د ښځې کور ته د هغې لیدو ته ورغلې وايي، د هغې وضعیت له لیدو وروسته یې 'زړه مات شوی. ' نوموړې وايي: ''دواړه لاسونه یې له نوکارو ډک دي. په لیدو یې انسان وبوږنېږي. پر مخ او ټول بدن یې د زور زیاتي او ټپونو نښې معلومېږي. ''

اغلې مالیوال د تېري کوونکي لپاره د اعدام سزا غوښتنه کړې، چې دا وايي ' انسان نه دی. ' نوموړې وايي:

''د ډیلي عالي محکمې مشر قاضي او ډیلي مرستیال ګورنر ته لیکم چې محاکمه چټکه کړي او په شپږ میاشتې کې دننه تېري کوونکی په دار وځړوي. ''

له ۲۰۱۲ راهیسې چې د ډیلي ښار په یوه روان بس ګاډي کې پر یوې ۲۳ کلنې محصلې جنسي تېری وشو، په هند کې د دغه ډول پېښو پر ضد احتجاجونه ډېر شول.

هغه محصله له پېښې څو ورځې وروسته د سختو ټپونو له کبله ومړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

هند کې دا وروستیو کلونو کې د جنسي ځورونې پر ضد پراخ احتجاجونه شوي دي

د هغې پېښې څلور عاملین په مارچ میاشت کې اعدام شول، خو د جنسي جرمونو پر ضد له پراخې مبارزې سره سره هم د دغه ډول جرمونو شمېر په ډېرېدو دی.

دا وروستیو وروځو کې چې هند کې د کورونا وېروس مخنیوي مبارزه روانه ده، رپوټونو کې ویل شوي، د یوه امبولانس چلوونکي پر هغې ښځې جنسي تېری کړی، چې پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته وه او په امبولانس کې یې روغتون ته لېږدوله.

تېره میاشت د یوې ۱۳ کلنې ماشومې مړی د ګنو په کرونده کې موندل شوی و، چې جنسي تېری پرې شوی و. پلار یې ادعا کوي چې د لور یې سترګې ایستل شوې او ژبه ترې غوڅه شوې ده.

په جولای میاشت کې پر یوه شپږ کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته د هغې سترګې په ظاهره د دې لپاره ټپي شوې، چې تېري کوونکي و نه پېژني.

د جرمونو احصایې د ثبت مرکز چارواکو د ۲۰۱۸ کال اوږدو کې د جنسي تېري ۳۳۹۷۷ پېښې ثبت کړې دي، چې ښيي له هرو ۱۵ دقیقو وروسته د جنسي تېري یوه پېښه شوې ده.

خو مدني فعالان بیا وايي، کره شمېرې له دې هم خورا زیاتې دی، ځکه په وینا یې د ګڼ شمېر پېښو په تړاو رپوټ له پولیسو سره نه ثبتېږي او له ځینې ډېرو بوږنونکو هغو پرته د ډېری پېښو رپوټونه په رسنیو کې هم نه خپرېږي.