'د جمهوریت مرګ': کنګنا راوت په خپل ټویټر پیغام کې د پاکستان نوم ولې یاد کړ؟

कंगना रनौत

د عکس سرچینه، Getty Images/The India Today Group

د چارشنبې پر سهار د بالیووډ ممثلې کنګنا راناوت پر خواله رسنۍ ټویټر له دوو تصویرونو سره د 'دیموکراسۍ مرګ ' هشټګ خپور کړ او ورسره یې ولیکل، 'پاکستان... '

په تصویرونو کې یو شمېر یونیفورم اغوستي سړي ښکاري چې مخونه یې په ماسکونو پټ کړي، په یوه خونه کې تالاشي کوي او ځینې نور کسان بیا ترې پر موبایلونو ویډیويي کلیپونه ثبتوي.

د دې تصویرونو تر شا کیسه بیا داسې ده، چې د هند ممبۍ ښاروالۍ د کنګنا راناوت د کور ځینې برخې بې قانونه بولي او پرون سهار یې د ویجاړولو لپاره کسان ورلېږلي وو.

کنګنا د دې 'عملیاتو ' تصویرونه خپاره کړي او ممبۍ ښار یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر سره تشبیه کړی دی.

د ټویټر پیغامونو په دې لړۍ کې کنګنا د خپل کور ورانېدو له تصویرونو سره لیکلي:

''زه هېڅکله تېروتنه نه کوم او زما دښمنانو بیا بیا دا ثابته کړې ده، ځکه نو زما ممبۍ اوس د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته ورته ده. ''

په یوه بل ټویټ کې نوموړې خپل کور 'رام مندر ' ته ورته بللی او هندي پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي یې د مغول پاچا ظهیر الدین بابر پوځیان بللي دي.

کنګنا راناوت د مهاراشټرا ایالت اعلی وزیر ادهو ټاکرې ته هم خبرداری ورکړی چې ''نن زما کور وران شو، خو سبا به ستا کبر او غرور له خاورو سره خاورې شي. ''

ګنګنا

د عکس سرچینه، ANI

بل لور ته د ممبۍ اعلی محکمې ښاروالۍ ته امر کړی چې د کنګنا کور او دفتر نړولو فعالیت ودروي.

محکمې د کنګنا له عریضې وروسته ښاروالۍ ته د سپیناوي امر هم کړی دی.

د کنګنا مدافع وکیل رضوان صدیقي وايي، د ښاروالۍ له لوري یې د غیر قانوني ودانیزو چارو لړ کې له مخکې ځواب ورکړی دی.

کنګنا راناوت دا وروستیو کې ویلي و، ممبۍ کې ځان خوندي نه محسوسوي او دغه ښار یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته ورته بللی و.

د کنګنا له دې څرګندونو وروسته د مهاراشټرا کورنیو چارو ایالتي وزیر انیل دېشمک او د پارلمان غړي سنجې راوت په ګډون یو شمېر سیاستوالو پر نوموړې نیوکې کړې.

د خواله رسنیو ځینې کاروونکي د ممبۍ ښاروالۍ دغه فعالیتونه د کنګنا او پارلمان غړي سنجې راوت تر منځ لفظي شخړه پورې اړوند بولي.

کنګنا راناوت د ممثل سوشانت سینګ راجپوت له مړینې راهیسې پر ممبۍ پولیسو نیوکې کوي.

کنګنا

د عکس سرچینه، Sonal/BBC

کنګنا وايي، د ممبۍ پر پولیسو باور نه لري او دغه ښار یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته ورته وباله، چې په ځواب کې سنجې راوت پرې د مهاراشټرا سپکاوي تور پورې کړ او پر ټویټر د دواړو تر منځ اوږده لفظي شخړه رامنځته شوه.

د هند فدرالي حکومت د کنګنا راناوت له شکایت وروسته د نوموړې لپاره ځانګړي ساتونکي ګومارلي دي.