کورونا وېروس: ټرمپ "قصداً" کورونا وبا ډېره خطرناکه نه ده بللې
په تېره اګسټ میاشت کې ټرمپ په یوه ټوېټ کې لیکلي وو: "د باب ووډورډ کتاب به دروغ وي، لکه تل چې نور کتابونه هم دروغ وي."
مخکې له دې چې کورونا وبا امریکا وځپي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ویل شوي وو، چې کورونا وېروس تر انفلونزا ډېر وژونکی دی، خو د یوه نوي خپاره شوي کتاب پربنسټ، ولسمشر ټرمپ کورونا وېروس کم ګڼلی و.
خبریال باب ووډورډ، چې د "واټر ګېټ" رسوايي یې برملا کړې ده، د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر له لومړۍ د ۲۰۲۰ تر جولای میاشتې له ولسمشر ټرمپ سره ۱۸ مرکې کړې دي.
په نوي کتاب کې راغلي، ټرمپ خبریال ووډورډ ته ویلي، مخکې له دې چې امریکا کې د کورونا وېروس لومړنۍ پېښه ثبت شي، دغه وېروس "وژونکی" دی.
د کتاب له مخې، ټرمپ ځان ته دا توجیه ورکړې چې ګنې "غوښتل یې د امریکایانو له وېرولو ډډه وکړي." ټرمپ دا کتاب "دروغ" بللی دی.
په تېره اګسټ میاشت کې ټرمپ په یوه ټوېټ کې لیکلي وو: "د باب ووډورډ کتاب به دروغ وي، لکه تل چې نور کتابونه هم دروغ وي."
ټرمپ ویلي دغه خبریال "داسې یو مدعي دی چې ویلو ته هېڅ ښه شی نه لري."
د تېرې چارشنبې په ورځ ځینو امریکايي رسنیو د ټرمپ او ووډورډ د مرکې ځینې برخې خپرې کړې دي چې د وبا، عراق او نورو مسلو په اړه پکې غږېدلی دی.
د (غوسه Rage) په نامه د راتلونکې ډیسمبر پر ۱۵مه د دغه خپرېدونکي کتاب ځینې مهمې برخې دا دي.
د وېروس په اړه
له ووډورډ سره په مرکو کې ټرمپ دې ته هم اشاره کړې چې د ناروغۍ خطر ورته مالوم دی، خو په ښکاره یې اعلان ونه کړ.
د دغو مرکو پربنسټ، ټرمپ په تېره فبرورۍ میاشت کې ووډورډ ته ویلي چې "کورونا وېروس تر انفلونزا ډېر وژونکی دی."
د یادې میاشتې وروستیو کې، ټرمپ ویلي وو، وېروس "تر ډېره مهار شوی" او مثبتې پېښې کابو صفر ته راښکته کېدونکې دي. نوموړي دا هم ویلي چې انفلونزا تر کوویډ-۱۹ ډېره خطرناکه ده.
د مارچ پر ۱۰مه د کپیټل هېل په اړه ټرمپ ویلي: "یوازې ارام پاتې شئ. وېروس به ختم شي."
نهه ورځې وروسته او څو ورځې پس له هغه چې سپینې ماڼۍ د وبا له کبله د ملي بېړني حالت اعلان وکړ، ټرمپ وویل: "تل مې غوښتل چې د وبا خطر ټیټ وښیم. لا هم غواړم ټیټه یې وښیم؛ ځکه نه مې غوښتل وارخطايي جوړه کړم."
ټرمپ منلې ده چې توکمپالنې په امریکا کې د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی، چې دا د افسوس خبره ده
د چارشنبې په ورځ د نوي کتاب په اړه د خبریالانو پوښتنتو ته د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل ولسمشر : "وېروس کم نه دی ګڼلی". دا وايي "ولسمشر ارام پاتې شوی خو جدي کار یې کړی."
کله چې دغه ویانده ووډورډ ته د وېروس د خطر په اړه د ټرمپ د څرګندونو په باب وپوښتل شوه، هغې وویل، ټرمپ په خبري کنفرانسونو کې هم دا خبره کړې ده خو "هغه غوښتل وضعیت ارام وي".
دا زیاتوي: "هغه تل روښانه غږېدلی او د خپلو روغتیايي کارپوهانو سپارښتنې یې عملي کړې دي"، چې په وینا یې ټرمپ مني چې وېروس تر ۲۰۰ زرو کسان وژلی شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو سیالۍ په اړه
کله چې ووډورډ د تورپوستو وګړو د ژوند او لاریونونو په اړه له ټرمپ وپوښتل او هغوی یې د خپل ځان او ټرمپ په څېر د "سپین پوستو" په شان یو ډول وګړي وګڼل، د ټرمپ ځواب دا و چې: "رښتیا تا خو کولایډ څښلي؟ ایا داسې نه ده؟". بیا یې زیاته کړه: "خپل ځان ته دې غوږ شه".
په تېره مې میاشت کې د جورج فلویډ تر مړینې وروسته د امریکا په ډېری ایالتونو کې د پولیسو او د هغوی د چلن پرضد لاریونونه وشول.
ټرمپ ویلي، "د توکمپالنې ستونزې هر ځای کې شته، خو باوري یم چې دلته د نورو ځایونو پرتله لږ دي".
د شمالي کوریا په اړه
باب ووډورډ په خپل کتاب کې ویلي، کیم جونګ اون ټرمپ ته په خپلو لیکونو او پیغامونو کې د (محترم) توری کارولی دی.
ووډورډ په خپل کتاب کې د ټرمپ او د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون ترمنځ د لسګونو لیکونو او پیغامونو په اړه هم لیکلي.
دی وايي، کیم په ډېرو ښکلو لیکونو کې ټرمپ ته د (محترم) توری کارولی دی.
د نورو ولسمشرانو په اړه
ټرمپ ووډورډ ته ویلي، داسې انګېري چې ګنې د مخکېني ولسمشر بارک اوباما په ستاینه کې "مبالغه" شوې ده.
په کتاب کې دا هم راغلي چې ټرمپ ویلي: "باور نه کوم اوباما دې هوښیار وي دا باور هم نه لرم چې هغه دې یو فصیح ویناوال وي".
د "سي اېن اېن" شبکې د رپوټ له مخې، ټرمپ ووډورډ ته ویلي، "پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش کمعقل او نااهله دی، چې په حقیقت کې همداسې دی."