د نويد افکاري اعدام؛ پومپیو له نړیوالو مشرانو غوښتي له ظریف سره ونه ګوري

وحید افکاري
د عکس تشریح،

د افکاري په دار ځړولو موضوع په نا څاپي ډول د ایران د محکمې له لورې د دوشنبې په ورځ راپورته شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران کې د نويد افکاري د اعدام په غبرګون کې پر خپل ټوېټر د نړیوالو غبرګونونو ښودلو غوښتنه کړې او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره ونه ګوري.

ښاغلي پومپیو لیکلي: "د [د ایران د بهرنیو چارو وزیر] ‌ج. ظریف دولت یو ځوان تر وحشیانه ربړونې وروسته اعدام وکړ چې ایراني معترضان وترهوي."

ښاغلی پومپیو زیاتوي "د نويد افکاري اعدام یو رذیلانه عمل دی. په ټوله نړۍ کې دیموکراسي اخلاقي دنده لري چې ددغه رژیم د وحشیانه کړنو پرضد ټینګ ودرېږي او مخه یې ونیسي".

نوموړي د جواد ظریف د سفر لغوه کېدو په اړه د اروپايي هېوادونو پرېکړې ته په اشاره ویلي، "د ایران د رژیم وحشیګري باید ناوړه پایلې ولري. د نړۍ مشرانو د ظریف د سفر لغوه کولو په پار لومړنی ګام واخیست. تر هغه چې ایران د نويد وروڼه له زندانه خوشي کړي نه وي او ټول هغه بهرنیان خوشي نه کړي چې په ناسم ډول یې نیولي او خپلو هېوادونو ته یې ستانه نه کړي، د ظریف د سفر مهالوېش ونه ټاکل شي".

مایک پومپیو په ایران د سیامک نمازي نیول کېدو ته په اشاره ویلي "هغه خپله ۴۰مه زوکړه په بدنام اوین زندان کې تېره کړه".

ښاغلی پومپیو زیاتوي: "پرون د ایران د رژیم له خوا د هغه د زنداني کېدو یو زر او اته سوه ورځې تېرې شوې دي، چې د جعل په تور نیول شوی، د سیامک پلار باقر او مراد طاهباز هم بې ګناه قربانیان دي. د ایران رژیم باید دوی خوشي کړي."

په ورته وخت کې د ایران څارنوالۍ وکیل بابک پاکنیا د نوید افکاري د اعدام په اړه د هغه په دوسیه کې ابهام د پاموړ بللی دی.

نوموړی وايي، دا چې یوه عیني شاهدان خپله ګواهي بېرته اخیستې ده، د قاضي نظر د قصاص د حکم په صادرولو کې اعتبار نه شي لرلی.

ایرانی غېږ نیوونکی نوید افکاري د سپتمبر پر ۱۲مه (وږی ۲۲) سهار مهال په دار وځړول شو او شپې خاورو ته وسپارل شو.

افکاري په کال ۱۳۹۷ کې د لاریونونو پر مهال نیول شوی و.