د یونان پولیسو ۴ افغانان د پنډغالي اور لګېدنه کې په ښکېلتیا تورن کړل

په موریا کمپ کې د اور له لګېدو وروسته زرګونه کډوال پر سړکونو او کروندو کې تر شنه اسمان لاندې پاتې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

په موریا کمپ کې د اور له لګېدو وروسته زرګونه کډوال پر سړکونو او کروندو کې تر شنه اسمان لاندې پاتې دي.

د یونان پولیسو د چار شنبې پر ورځ څلور افغان پناه غوښتونکي موریا پنډغالي‌ کې په هغه اور لګېدنه کې په لاس درلودلو تورن کړي چې له کبله یې د دې لوی پنډغالي‌ ډېری برخه وسوځېده.

د نیویارک ټایمز په ګډون ځینو نورو رسنیو ویلي، د دې څلورو افغان کډوالو نومونه نه دي‌ په ډاګه شوي، خو د اوس لپاره د پولیس په توقیف ځای کې دي او درې ورځې وروسته به محکمې ته وړاندې کېږي.‌

بل لور ته د یونان پولیس زرګونه کډوال او پڼاه غوښتونکي په لیسبوس ټاپو کې له موریا نومي سوځېدلي پنډغالي د کېږدیو یوه بل نژدې پنډغالي ته لېږدوي.

کاراتپې نومي نوي موقت پنډغالي ته د کډوالو الو ښځو او ماشومانو لېږدولو لپاره اوویا ښځینه پولیس هم استول شوې دي.

رپوټونه وایي‌ چې ډېری کډوال نوي کمپ ته له تلو ډډه کوي او غواړي له لیسبوسه ووځي. دوی په ځانګړې توګه جر مني ته تلل غواړي.

په پخواني سوځېدلي پنډغالي کې مېشت کډوال اوس د شاوخوا سیمې په کروندو او سړکونو تر شنه اسمان لاندې وخت تېروي او د خوړو او اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

د پنجشنبې پر ورځ ګهیځ وختي پولیسو د نوي کمپ پر لور د کډوالو لېږدول پیل کړل. په تازه تصویرونو کې ښځینه پولیس لیدل کېږي، چې له کډوالو سره خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، نوي کمپ ته له لېږدول کېدو مخکې د کډوالو معاینات کېږي او تر اوسه ۵۶ کسان پر کوویډ - ۱۹ اخته موندل شوي دي.

ناروغ کډوال له نورو ګوښي شوي او د اي ایف پي رپوټ کې د ځايي پولیسو یوه ویاند له قوله ویل شوي، د کډوالو لېږد چارې (عامې روغتیا) ته په پام سره کېږي.

بل لور ته د بې پولې ډاکترانو خیریه ټولنه (ایم ایس ایف) وايي، نوي موقت کمپ ته د کډوالو لېږدولو پر مهال یونان پولیسو نوي کلینک ته د دوی د همکارانو مخه نیولې وه، او له څو ساعتونو وروسته اجازه ورکړل شوه، چې فعالیت پیل کړي.

خو په وینا یې د لېږد پر مهال د دوی روغتیايي خدمتونو مخه ډب کول ( ډېر اندېښمنونکی) اقدام دی.

موریا پنډغالي کې څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ګڼ شمېر کډوال په لیسبوس ټاپو کې نوي پنډغالي ته له ورتلو ډډه کوي

موریا پنډغالي‌ کې اور تېره اونۍ پر کورونا وېروس د ۳۵ اخته شویو کډوالو له موندل کېدو وروسته ولګېد. یو شمېر ناروغو کډوالو له څو میاشتې قرنطین وروسته له ګوښي کېدو انکار کړی و.

په دې کمپ کې د نژدې ۷۰ هېوادونو کډوال او پناه غوښتونکي مېشت وو، چې ډېری یې افغانان دي.

بل لور ته اوس جرمن چارواکي وايي، دوی به د ۴۰۸ کورنیو ۱۵۵۳ کسان ومني چې د کډوالو حیثیت ورکړل شوی دی.

جرمني له دې مخکې ویلي و، هغو ۱۵۰ ماشومانو ته به هم د ورتلو اجازه ورکړي، چې بې سرپرسته دي. یونان هم هغه ۴۰۰ ماشومان د هېواد مرکز ته لېږدولي چې اروپايي هېوادونو یې د منلو ژمنه کړې.

د ویډیو تشریح،

'هرڅه ختم شول'- د یونان د کډوالو تر ټولو لوی کمپ اور ویجاړ کړی

د ترکیې پولې ته نژدې د یونان دغه ټاپو ته د ۲۰۱۵ کال کډوالو له بحران وروسته د راتلونکو کسانو شمېر خورا کم شوی، خو د ایټالیا په څېر دلته هم په کمپونو کې له وړتیا خورا ډېر کسان ژوند کوي.

یونان او ایټالیا دواړه هېوادونه پر شمالي شتمنو اروپايي هېوادونو تور پورې کوي، چې داسې حال کې چې له جګړه ځپلیو سیمو اروپا ته د غیر عادي کډوالو د راتګ لړۍ روانه ده، دغه هېوادونه د دروند بار په وېش کې مناسبه ونډه نه اخلي.