ډونلډ ټرمپ ټاکنو کې له ماتې وروسته د واک سوله ییز لېږدولو ژمنه ونه کړه

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ولسمشر ټرمپ وویل، پوستي رایې به ناورین جوړ کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نومبر ولسمشرۍ ټاکنو کې د ماتې حالت کې د واک سوله ییز لېږدولو ژمنه ونه کړه.

هغه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "ښه باید وګورو چې څه کېږي، تاسو خپله پوهېږئ."

هغه د رایپاڼو په هکله اندېښنه وښوده او ویې ویل، داسې پاڼې شته چې د پوستې له لارې لېږل کېږي.

هغه مخکې استدلال کړی و چې د رایې اچولو دا ډول کې درغلي کېدلی شي، که څه هم خپله یې داسې رایه ورکړې ده.

د کورونا وبا او ټولنیز واټن ته اړتیا له مخې ډېر ایالتونه خلک پوستي رایې ته هڅوي.

د چارشنبې په ورځ خبریالانو له ښاغلي ټرمپ وپوښتل د واک سوله ییز لېږدولو ژمنه کوئ؟

جمهوریپال ټرمپ ځواب ورکړ: "زه د رایپاڼو په هکله ښکاره شکایت لرم، رایپاڼې ناورین دی."

کله چې دې خبریال ځواب کې وویل: "خلک د پاڅون په حال کې دی" نو ټرمپ یې خبره کې ورولوېد: "رایپاڼه ډډې ته کوئ، خو د واک لېږد نه، بلکې د واک ډېر سوله ییز دوام به ولرئ."

تېرو ټاکنو کې د ماتې نه منل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

بایډن(له ښي لوري) د بارک اوباما وخت کې مرستیال ولسمشر و.

ولسمشر ټرمپ پر ۲۰۱۶ کال هم دا ژمنه نه وه کړې چې د هېلري کلېنټن په مقابل کې له ټاکنیزې ماتې وروسته به نتیجه ومني.

مېرمن کلېنټن د نوموړي دا دریځ پر ولسواکۍ برید بللی و.

که څه هم تېرو ټاکنو کې ولسمشر ټرمپ له مېرمن کلېنټن درې میلیونه کمې رایې ګټلې وې، خو د ټاکنیز کالج د سیستم له مخې- چې د ایالتونو رایه پورې تړلی- ګټونکی شو.

مېرمن کلېنټن میاشت مخکې جو بایډن وهڅاوه چې که نتیجه نږدې وي، نو یو ډول شرایطو کې هم د ټاکنو په شپه ماتې ونه مني.

ولسمشر ټرمپ د نومبر میاشتې له ټاکنو مخکې په ستره محکمه کې د نوي قاضي د غوره کولو لپاره د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

د جمعې په ورځ د لېبرال قاضۍ روټ بیدر ګینزبرګ مړه کېدو سره ستره محکمه کې یوه څوکۍ تشه شوه.

ولسمشر ټرمپ وویل، تمه لري چې د ټاکنو د پایلو په سر اختلاف ستره محکمه کې راپورته شي.

هغه زیاته کړه: "فکر کوم کار تر سترې محکمې ورسېږي او زما په اند مهمه ده ۹ قاضیان ولرو."

د امریکا ولسمشر وویل، د شنبې په ورځ به یوه نومانده د دې څوکۍ ته ور وپېژني.

د ولسمشر ټرمپ پلویان هیله من دي چې د خپلې خوښې د نوماندې تاییدولو سره به په مشرانو جرګه کې د سترې محکمې دودپال یا محافظه کار اکثریت- شپږ پر درې- د څو لسیزو لپاره ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د کورونا له امله د پوستې له لارې رایې ته خلک هڅول کېږي.

د امریکا اوسني پېر کې د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو ان په داسې حالت کې چې د رایو اختلاف ناڅیز هم وي، خپله ماتې منلې ده.

په ۱۹۶۰ کال کې جان اېف کنډې په ډېر کم واټن ریچارډ نېکسن او پر ۲۰۰۰ کال هم جورج بوش سیال ال ګور په فلوریډا کې مات کړ.