کېم جونګ اون 'د سوېلي کوریا چارواکي وژل کېدو له کبله بښنه وغوښته'
د کېم جونګ اون دا بښنه بې مخینې بلل کېږي
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د سوېلي کوریا د یوه چارواکي د وژل کېدو له امله بښنه وغوښته. د کېم جونګ اون دا بښنه بې مخینې بلل کېږي او د سوېلي کوریا ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکو په خبره په یوه لیک کې یې د خپل سویلي کوریا سیال په نوم صادره کړې ده.
ښاغلي اون ویلي، دا پېښه باید نه وای شوې.
د پنجشنبې په ورځ سوېلي کوریا وویل، په داسې مهال چې یو ۴۷ کلن کارمن یې ښايي شمالي کوریا ته د تېښتې په هڅه کې و د دغه هېواد پوځیانو له نیولو وروسته وژلی او سوځولی دی.
د سوېلي کوریا دفاع وزارت د پیونګ یانګ دا ګام وحشي عمل بللی او غندلی و.
یوه لسیزه وروسته د شمالي کوریا له لوري د سویلي کوریا یوه اوسېدونکي وژلو پېښې په سویلي کوریا کې پراخ غبرګون درلود.
شمالي کوریا خپلې پولې سختې کړې او فکر کېږي دغه هېواد ته د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره یې د ویشتل- وژل پالیسې غوره کړې وي.
سیول کې چارواکو پرون ویلي و، دا چارواکی له پولې سره نږدې د ګزمې له کښتۍ ورک شو او وروسته یې مړی د شمالي کوریا اوبو کې وموندل شو.
د سوېلي کوریا دفاع وزارت پرون ویلي و، د کره استخباراتي معلوماتو له ارزونې وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې د شمالي کوریا پوځیانو ویشتلی، بیا یې پر مړي تېل اچولي او اور یې ورکړی دی.
بل لور ته نن (جمعه) د سویلي کوریا ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، ښاغلي کېم دا یوه 'شرموونکې ' پېښه بللې او په وینا یې د سویلي کوریا ولسمشر مون او دغه هېواد د خلکو 'خواشیني ' کېدو له کبله بښنه غواړي.
د سویلي کوریا ملي امنیت مدیریت مشر سوه هون وايي، شمالي کوریا چارواکو له دوی سره د پېښې په تړاو خپله څېړنه هم شریکه کړې، چې وايي، د شمالي کوریا اوبو ته له رسېدو وروسته دغه سړی د خپلې پېژندګلوۍ په ښکارولو کې پاتې راغلی، د تېښتې هڅه یې کړې او له هغه وروسته لس مرمۍ وېشتل شوی دی.
شمالي کوریا چارواکي په ټینګار وايي، چې دوی د وژل شوي سړي مړی نه سوځلی، بلکې په وینا د هغو اوبلنو موادو له کبله سوځلی چې ورسره وه.
د سوېلي کوریا دفاع وزارت وايي، دغه چارواکي د کبګرۍ څانګې سره کار کاوه او د شمالي کوریا له پولې لس کیلومتره لرې د دوشنبې پر ورځ کښتۍ کې د ګزمې پر مهال په یونپیونګ ټاپو کې ورک شو.