د کانکور ازموینې پایله؛ بیا هم یوه نجلۍ اول نمبر شوه

د کانکول اول نمبر شمسیه
د عکس تشریح،

د کانکول اول نمبر شمسیه

د افغانستان د کانکور ازموینو ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ د روان کال د کانکور ازموینو پایله اعلان کړه. د شمسیه په نوم یوې زدکوونکې ۳۵۳،۱۸۵ نمرې وړې، چې تر ټولو لوړې نمرې بلل شوې دي، او د کابل طبي پوهنتون ته کامیاب شوې ده.

د سږني کانکور دویم نومره هم د کابل اوسېډونکی نعمت الله دی چې د حکیم ناصر خسرو بلخي مکتب زدکوونکی دی. د کانکور دریم نمبر هم د کابل اوسېدونکی مجتبا دی چې د دوغ اباد ښوونځي زدکوونکی دی.

د لوړو زدکړو وزارت د مالوماتو له مخې دې کانکور ته تر یو لک ۹۷ زره ۷۴۳ کسانو نوم لیکلی و، خو یو لک ۷۳ زره ۴۳۲ کسانو پکې برخه اخیستې وه.

د کانکور ګډونوالو څخه ۴۳ زره ۸۷۵ نارینه او ۲۲ زره ۲۲۰ نجونې دولتي موسسو ته کامیاب شوې او اوه زره ۱۶۴ نجونو په ګډون ۱۵ زره ۱۴۷ کسان نیمه دولتي موسسو ته کامیاب شوي.

د لوړو زدکړو وزارت وايي، د کانکور له ګډونوالو د ۳۱ زره ۶۶۱ نجونو په ګډون ۸۸ زره ۸۰۸ کسان خصوصي دولتي موسسو ته د زکړو لپاره کامیاب شوي دي.

د ازمونیو ملي کمېټې مشر عبدالقدیر خموش غونډې ته وویل، چې سږنۍ ازموینه کې نږدې ۹۸ سلنه سلنه کسان بریالي دي:

چا چې مناسبې رایې نه دي ترلاسه کړې خصوصي ادارو ته معرفي شوي چې د فیس کمښت سره به جذب شي.

د ښو نمرو اخیستونکو ته به بورسونه ورکول کېږي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

دې مرامسو کې د لوړو زدکړو سرپرست عباس بصیر خبرو کې د کانکور بهیر پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې وویل، چې د لوړو زدکړو پر کمیت او کیفیت کار کوي:

د هغه په خبره، د لوړو زدکړو برخه کې د کمیت لوړولو لپاره باید ډېره پانګونه وشي چې دې سره پوهنتونونو ته ډېر ځوانان جذب شي:

"خو لا هم تر لس سلنې د ډېرو غوښتونکو د جذب وړتیا نه لرو چې د سیمې او نړۍ په کچه یوه ډېره کمه سلنه ده."

هغه زیاته کړه چې افغانستان کې د تحصیلي نظام د لوړولو لپاره به څېړنې وکړي:

"د علم تولید سره بهم هم د زدکړو کیفیت پورته کړو او هم به لوړې زدکړې د اغېزناک نظام په توګه د اقتصادي او صنعتي او نورو برخو کې پالیسو ته په لور ورکولو کې د زدکړو اغېز زیات کړو."

نوموړي دا هم وویل، چې پر زدکړو به د دې لپاره کار وکړي چې د کار د ورځني بازار له اړتیا سره یې برابرې کړي.

ښاغلي بصیر دا هم وویل، چې سږني کانکور کې له اول نمبر تر شلم نمبر پورې ګټونکو کسانو ته بورسونه په پام کې نیسي.

هغه زیاته کړه چې د ولایتونو د کانکور له اول تر دریم نمره پورې کسانو ته سل بورسونه نظر کې نیسي، چې د سیالۍ له لارې به پکې کامیاب شي.

له څو میاشتې ځنډ وروسته کانکور

د عکس سرچینه، MOH AFGHANISTAN

د عکس تشریح،

د لوړو زدکړو سرپرست وزیر د زدکړو د کمیت او کیفیت لوړولو ژمنه وکړه.

افغانستان کې سږنی کانکور د کورونا له امله نږدې څو میاشتې وځنډېد او بیا دوه میاشتې مخکې پیل او نږدې دوه اونۍ مخکې پای ته ورسېد.

د کانکور ازموینې ملي اداره وايي، اوسنی کانکور یې تر ډېره پرانیستي چاپېریال کې او د کورونا مخنیوونکو اصولو سره اخیستی دی.

تېر کال هم نږدې ۱۷۰ زره کسانو کانکور کې ګډون کړی و چې پکې ۶۱ زره کسان لوړو زدکړو، ۱۵ زره نیمه لوړو زدکړو او ۷۷ زره خصوصي لوړو زدکړو ته کامیاب او ۲۰ زره ناکام شوي وو.