۸۲ کلنه هندۍ انا د نړۍ سلو اغېزناکو کسانو لېست کې راغله
۸۲ کلنه بلقیس د شاهین باغ پرلت له مخکښانو یوه وه
د یوې ۸۲ کلنې هندۍ ښځې نوم چې د یوه اوږده احتجاج پر څېرې بدله شوه، د ۲۰۲۰ کال لپاره د ( ۱۰۰ ډېرو اغېزناکو کسانو) نوملړ کې راغلی دی.
بلقیس په هغو ښځو کې شامله وه، چې د تابعیت یوه ناندریز قانون خلاف یې سوله ییز احتجاج کاوه.
په دغه لیست کې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او بالیووډ ممثل ایوشمان کهرانا نومونه هم شامل دي.
دغه کلني لیست کې د مخکښانو، مشرانو او سمبولیکو شخصیتونو نومونه شاملېږي.
په ټایم مجله کې د بلقیس په هکله شخصي معلومات چې په دادي 'په هندي ژبه کې د انا لپاره دادي کاروول کېږي ' مشهوره ده، هندۍ ژورنالیستې رعنا ایوب لیکلي او دا یې د هغو کسانو غږ بللې 'چې څنډې ته کړل شوي دي. '
اغلې ایوب لیکي:
''بلقیس هغو فعالانو او د محصلینو مشرانو ته هیله مندي ورکړې چې په جمهوریت کې د یوه تریخ حقیقت لپاره ودرېدل او له دې کبله د تورو تمبو شاته شول چې د استبداد لور ته تلل او د هویت جعل خلاف سوله ییز احتجاج لپاره اغېزمن شول. ''
د پلازمېنې ډیلي په شاهین باغ سیمه کې تر اوږدې مودې سوله ییز احتجاج روان و
له اعلان سملاسي وروسته د ټویټر کاروونکو لپاره د شاهین باغ 'هغه سیمه چې بلقیس یې د احتجاجیانو په سر کې وه ' او خپله د بلقیس نوم هشټګ د سر موضوع شوه او ګڼو کسانو د هغې لاسته راوړنه ولمانځله.
د بالیووډ هدایت کار اونیر هغه د 'شاهین باغ یو زړور غږ ' وبلله او قانوني وکیل کارونا نندې پر ټویټر ولیکل ''بلقیس د اساسي قانون بېرته پلي کولو لپاره د سږ کال تر ټولو ډېر اغېزناک رول و. ''
مسلمان مېشتې سیمې شاهین باغ چې د هند هویت په قانون کې د ناندریز بدلون (سي اي اي) خلاف پکې اوږد احتجاج وشو، د ډېرو هندیانو پام ځانته کړ.
ګڼو مسلمانو ښځو په دغه سیمه کې د پرلت په بڼه احتجاج وکړ. د نورو مذهبونو منونکو ځینې کسانو هم د یووالي څرنګدولو په موخه له دوی سره په پرلت کې برخه واخیسته.
دې ښځو ملي ترانې ویلې، ویناوې یې کولې او د هند اساسي قانون سریزه یې له یوې بلې سره شریکوله.
ګڼو مدني فعالانو او سیاستوالو د دوی ستاینه کوله، د دوی پرلت یې اغېزناک باله او محکمې ته عریضو کې یې دغه قانون د هند له سیکولر اساسي قانون سره په ټکر کې باله، ځکه په وینا یې د قانون دغه بدلون د مذهب پر بنسټ رامنځته شوی دی.
پر دغه احتجاج نیوکې هم وشوې او په ایالتي ټاکنو کې د واکمن بهاریته جنتا ګوند له لورې احتجاجیان پر دغه قانون د اعتراض له کبله ځکه له هند سره په 'خیانت ' تورن شول، چې یاد قانون له دریو مسلمان اکثریت هېوادونو هند ته ورغلیو غیر مسلمان او غیر قانوني کډوالو ته د تابعیت حق ورکوي.