ارمینیا او اذربایجان د اوربند او سولې په اړه غوښتنې رد کړې

له ۱۹۹۴ کال راهیسې تر اوربند وروسته په ناګورنو-قره باغ کې دا تر ټولو ناوړه جګړه ده چې تر اوسه ۱۰۰ کسان پکې وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

له ۱۹۹۴ کال راهیسې تر اوربند وروسته په ناګورنو-قره باغ کې دا تر ټولو ناوړه جګړه ده چې تر اوسه ۱۰۰ کسان پکې وژل شوي

ارمینیا او اذربایجان د اوربند او سولې خبرو پیلولو لپاره د یو شمېر هېوادونو غوښتنې رد کړې دي. تر دې وړاندې روسیې او فرانسې د ناګورنو قره باغ جنجالي سیمې پر سر د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند غوښتنه وکړه، او روسیې د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ د خبرو د کوربتوب وړاندیز هم وکړ. خو له سیمې وروستي رپوټونه وایي چې هلته لا هم توده جګړه روانه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو یې غوښتي چې د مسکو غوښتنه ومني.

خو د اذربایجان ولسمشر ویلي، تر هغو له ارمینیا سره خبرو ته نه کښېني، چې له لانجمنې ناګورنو-قره باغ سیمې ارمینیايي ځواکونه ژر وتلي نه وي.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره پر ټیلیفون د ناګورنو-قره باغ د شخړې په اړه بحث کړی.

دواړو مشرانو د نړۍ له نورو مشرانو غوښتي چې د دغې شخړې د ختمولو لپاره د سم لاسي اوربند غوښتنه وکړي.

روسیه له ارمینیا سره پوځي تړون لري او په دې هېواد کې د روسیې پوځي اډه هم شته، خو مسکو د اذربایجان له حکومت سره هم نژدې اړیکې لري.

علیوف: ارمني ځواکونه دې له قره باغ ژر ووځي

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف وايي، له ارمنستاني پوخ سره یې خونړۍ پوځي نښته یوازې هغه وخت درېدلی شي چې ارمني سرتېري "سم لاسي او لههر ډول شرط پرته" لانجمنه ناګورنو-قره‌باغ سیمه پرېږدي. د دواړو هېوادونو ترمنځ له څلورو ورځو راهیسې هلته خونړۍ جګړه روانه ده چې لږترلږه ۱۰۰ کسان پکې وژل شوي دي.

ښاغلي علیوف دا هم ویلي چې "موږ یوازې یو شرط لرو؛ دا چې ارمني ځواکونه له هر ډول قید او شرط پرته سم لاسي او په بشپړه توګه زموږ له خاورې ووځي."

د عکس سرچینه، Armenian defence ministry

د عکس تشریح،

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت یو انځور خپور کړی او وايي د هېواد هوايي ځواک سوخو ۲۵ ډوله الوتکه یې د یوې ترکۍ ایف ۱۶ جنګي الوتکې له خوا ویشتل شوې ده.

لانجمنه ناګورنو-قره‌باغ سیمه رسماً د اذربایجان قلمرو کې راځي، خو دا چې ډېری استوګن یې ارمنان دي، همدا ده چې د سیمه ییزو ارمنانو له خوا اداره کېږي.

اذربایجان او ارمنستان دواړه د پخواني شوروي اتحاد برخه وو، چې د ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۴ کال پورې د قره باغ سیمې پر سر شپږ ځلې سره جنګېدلي دي.

ارمنستان چې د سیمې د کورواکۍ ګڼلو ملاتړ کوي، خو لا تراوسه ناګورنو قره باغ سیمه په رسمي توګه د کورواکه سیمې په توګه نه ده پېژندل شوې.

تر اوسه مالومه نه ده چې په سیمه کې د تازه نښتو پیلېدو لامل څه دی، خو دا تر ۱۹۹۴ وروسته په سیمه کې لومړنۍ خونړۍ نښته ده چې د نورو هېوادونو پښې هم هلته ورڅکول شوې دي.

ترکیې رسماً د اذربایجان ملاتړ اعلان کړی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي د ترکیې ملاتړ سخت اندېښمن کړی او دا یې د انقرې له خوا د جګړې اعلان بللی دی.

ترکیې ویلي "بشپړه چمتو ده" چې د اذربایجان ستونزې حلولو کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت یو انځور خپور کړی او وايي د هېواد هوايي ځواک سوخو ۲۵ ډوله الوتکه یې د یوې ترکۍ ایف ۱۶ جنګي الوتکې له خوا ویشتل شوې ده.

د عکس سرچینه، Azerbaijan defence ministry

ارمنی پیلوټ وژل شوی. ترکیې دا ادعا رد کړې او وايي دا د ارمنستان د "رواني جګړې" یو تکتیک دی. اذربایجان هم دا ادعا "دروغ" بللې ده.‌

په ورته وخت کې بي بي سي عربي ته د نښتې سیمه کې یوه جنګیالي پوځي ویلي، د سوریې له شماله د ترکیې له لارې اذربایجان ته بېول شوی، خو دا ادعا د رجب طیب اردوغان یوه سلاکار ایلنور چرویک رد کړې ده.

دغه پوځي چې په مستعار عبدالله نامه یې خبرې کړې، ویلي: "موږ ته وویل شول چې اذربایجان ته لاړ شئ. هلته به پر پوځي پوستو پیره کوئ. دوه زره ډالر به درکول کېږي. هغه مهال جګړه نه وه پیل شوې.‌ موږ هېڅ ډول پوځي روزنه هم نه درلوده".

یوه اوونۍ وروسته ځوان عبدالله په یوه داسې جګړه کې شریک و چې هېڅ یې سر پرې نه خلاصېدو او هغه هم داسې یو هېواد کې چې پخوا یې نه و لیدلی.

خو ښاغلي چرویک دا خبر رد کړی او دا یې د "جعلي خبر" بللی:

"موږ هېڅ کوم پوځي په کرایه نه دی راوستی. دا خو لا پرېږده چې موږ دې د سوریې د دولت مخالفه ملېشه اذربایجان ته استولې وي. دا هېڅ ثبوت نه لري او بشبړ دروغ دي."

خو برتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د ترکیې امنیتي شرکتونو ۳۲۰ ملېشې اذربایجان ته لېږدولې دي. دا ډله دا هم وايي ترکیه کې ارمني توکمه جننګیالي دې شخړې ته د ورتلو لپاره ارمنستان ته استول شوي.

نړیوال غبرګونونه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره ورځ وویل، د قره باغ نښتې په اړه ډېر اندېښمن دی

د ارمنستان او اذربایجان ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو قدرتونو په تېرو څلورو ورځو کې د دغې نښتې د درېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ارمنستان او اذربایجان سرحدي سیمه کې پر نښتې اندېښنه ښودلې او وايي په دې برخه کې د اذربایجان ملاتړ کوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي "ناګورنو- قره باغ سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان د قلمرو په توګه پېژندل شوې" او افغانستان یې د اشغال پای ته رسېدو غوښتونکی دی.

ایران وايي، د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني، خو د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د اختلاف د حل لباره د سیاسي خبرو غوښتنه کوي.

روسیې هم چې په ارمنستان کې پوځي اډه لري او له اذربایجان سره یې اړیکې ښې دي، له دواړو خواوو غوښتي چې ژر دا نښته پای ته ورسوي.

خو د اذربایجان ولسمشر په مقابل کې ویلي، اوسني وضعیت کې د خبرو امکان نه شته.

نړیواله ټولنه ناګورنو-قره باغ سیمه رسماً د اذربایجان بولي، خو په ۱۹۹۴ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ له جګړې وروسته پر دې سیمه د سیمې ارمني لږکي واکمن دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ناګورنو-قره باغ په نړیواله کچه رسماً د اذربایجان سیمه ګڼل کېږي

ناګورنو-قره باغ- حقیقتونه

  • یوه غرنۍ سیمه ده چې ۴۴۰۰ کیلومتر مربع (۱۷۰۰ میله) مساحت لري
  • دودیز ارمیني عیسویان او ترک مسلمانان پکې اوسېږي
  • د پخواني شوروي اتحاد پرمهال، کورواکه، خو د اذربایجان له خوا اداره کېدونکې سیمه وه
  • په نړیواله کچه د اذربایجان برخه ګڼل کېږي، خو ډېری وګړي یې ارمینیان دي
  • کورواکي یې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې
  • په ۱۹۸۸-۹۴ کلونو کې د اټکل له مخې یو میلیون خلک بې ځایه شوي او ۳۰۰۰۰ وژل شوي
  • بېلتونپالو ځواکونو د اذربایجان ځینې نورې سیمې نیولې دي
  • ترکیه په ډاګه د اذربایجان ملا تړي
  • روسیه په ارمینیا کې پوځي اډه لري