د نوزېږو ماشومانو پنځه داسې مسلې چې نږدې هره مور ور سره مخ ده

  • نازش ظفر
  • بي بي سي اسلام اباد
نوزېږ

د عکس سرچینه، Getty Images

که یوه ښځه لومړی ځل ماشوم زېږوي نو چې هر څومره ځان ورته چمتو کړي، نیاګانو سره مشورې پرې وکړي، کتابونه ورته ولولي، پر انټرنټ پلټنې پسې وکړي خو بیا هم د نوزېږو ماشومانو په اړه ځينې داسې مسلې شته چې مېندې ترې کړېږي.

ډاکټره عایشه عارف د لاهور په جناح روغتون کې د ماشومانو برخې مشره ده.

دا هره ورځ لسګونه داسې ښځو سره مخ کېږي چې د بچیو ستونزې يې سره ورته وي او دوی د خپلو اولادونو دغو ستونزو ته زړه خوري.

همدغه ستونزې بیا ورو ورو دغو مېندو ته بدني او عصبي ناروغۍ ور اچوي.

بي بي سي ته په خبرو کې ډاکټره عایشه د نوزېږو(نویو زېږېدلیو ماشومانو) په اړه پنځه داسې ستونزې په ګوته کوي چې له کبله یې مېندې ډېرې کړېږي او ځورېږي.

کولېک یا د خېټې درد

مېندې زیاتره له دې شکایت سره راځي چې ماشوم يې زورونه وهي، مخ يې تک سور شي او ډېر ژاړي.

دا په ماشومانو کې د خېټې د درد نښې دي چې په طبي اصطلاح يې 'کولېک' بولي.

ماشومان تر ډېره ماښام مهال داسې حالت سره مخ کېږي. مېندو ته د ډاکټرې عایشې سپارښتنه دا ده چې که ماشوم نور روغ رمټ وي، وده هم کوي، وزن يې هم په نورمال ډول په ډېرېدو وي نو په داسې حالت کې دې نه وارخطا کېږي، ځکه چې ماشوم به يې پخپله ښه شي.

مېندو ته دا مشوره ورکول کېږي چې کله خپل بچي ته تی ورکوي نو ځيره دې شي چې پر ماشوم يې کوم خواړه بد لګېږي چې د کالېک یا د نس درد سبب کېږي؟ لکه، ځینې مېندې خپل اولاد ته شېدې او مستې ورکوي چې په ماشوم کې دا تکلیف ډېرولی شي.

ماشوم ته د ډبي یا پوډري شېدو ورکوونکو مېندو ته هم په داسې حالت کې د شېدو د نورو ډولونو کارولو سپارښتنه کېږي.

ماشوم شېدې راګرځوي

د عکس تشریح،

ډاکټره عایشه عارف

ډېرې مېندې دې ته هم خپه وي چې ماشوم يې شېدې قی کوي.

ډاکټره عایشه وايي، دا ستونزه هم هله حلېدلی شي چې ماشوم په ناسته شي او یا د ټينګو یا نسبتاً جامدو خوړو خوړل پېل کړي.

د دې په خبره، د درې یا څلورو میاشتو ماشومان ځکه شېدې ګرځوي چې تر ډېره ستوني ستغ پراته وي.

د دې ستونزې د مخنيوي لپاره سپارښتنه دا ده چې ماشوم ته د شېدو تر ورکولو وروسته هغه د څو شېبو لپاره داسې غېږ کې ونیول شي چې مور د واړه سر پخپله اوږده پورې ونښلوي او تر هغه دې په ملا ورو ورو وټپول شي چې ارګمی وکړي.

همدا راز مېندو ته مشوره دا ده چې د خپل بچي د څملولو پر مهال دې يې د هغه سر ته بالښت کېږدي چې لږ لوړ شي.

ژر ژر ميتیازې کول

ډاکټرې عایشې عارف ته ځینې مېندې له دې شکایت سره هم ورځي چې ماشوم يې د ورځې څو ځلې ميتیازې یا بولې کوي.

دا وايي، که ماشوم د ورځې له شپږ تر اته ځله میتازې کوي نو په دې کې د خپګان او ډار هېڅ خبره نشته. ډاکټره دا وضعیت نارمل بولي.

ماشوم مړېږي نه

تر ډېره بچي ته تی ورکوونکې مېندې په دې فکر وي چې ماشوم يې په وار وار شېدې غواړي نو مانا دا چې هغه وږی دی او نه مړېږي.

خو د ډاکټرې عایشې ځواب دا دی چې د مور شېدې ډېرې ژر هضمېږي. نو که ماشوم تر تي رودلو دوه ساعته وروسته بیا هم د شېدو لپاره وژاړي نو مېندې دې نه وارخطا کېږي او خامخا دې خپل بچي ته بیا بیا تی ورکړي.

ماشوم د شپې خوب نه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

که یو ماشوم د شپې سم خوب نه کوي او ژر ژر وېښېږي نو دا د مور پر روح او روان ناوړه اغېز کوي.

د نوزېږو ماشومانو مېندې له دې ستونزې هم ډېرې ځورېږي.

اغلې عارف وايي، که چېرې د داسې ماشوم مور وپوښتل شي نو وايي به چې ټوله ورځ په خوب تېروي او د شپې هم دا خوب ته نه پرېږدي او هم خپله خوب نه کوي. خو مور بیا هم خوشاله وي چې ځه، بچی يې د ورځې خوب پوره کوي.

دا ډاکټره وايي چې دا هم داسې ستونزه نه ده چې درملو ته دې اړتیا ولري بلکې د ماشوم د خوب وخت باید بدل شي.

د دې په خبره، دا کار ښايي وخت واخلي چې ماشوم يې په نوي وخت کې پر خوب کولو روږدی شي خو مېندې دې ورته خپه کېږي نه.

یادونه: دا سپارښتنه د نوزېږو د عادي خوی په اړه ده خو که یو ماشوم ډېر ژاړي او یا یې خوب ګډوډ او د اړتیا وړ نه پوره کېږي، باید له ډاکټر سره مشوره وشي.