د اذربايجان او ارمینيا ترمنځ مرګونې جګړه

د اذربايجان او ارمینيا ترمنځ مرګونې جګړه

د اذربايجان ولسمشر وايي ځواکونه به یې تر هغه جګړه روانه ساتي، چې ارمني سرتېري له ناګورنو قرباغ لانجمنې سيمې نه وي وتلي. څلورمه ورځ هم دې لانجمنه سيمه کې جګړه شوې، او لسګونه وګړي وژل شوي دي. دا له ۲۵ کلونو زياته موده کې د دواړو غاړو تر منځ سخته جګړه بلل شوې ده. دا سيمه چې په رسمي ډول د اذربايجان ده، د ارمنيانو تر ولکې لاندې ده، او د پخواني شوروي اتحاده دواړه جمهوريتونه يې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کال ترمنځ پر سر جګړه کړې وه. اوس داسې وېره ده، چې دوه نړيوال ځواکمن ښايي دې شخړې ته ورښکېل شي. یوې خوا ته ترکيه ده، چې له اذربايجان سره نژدې اړيکي لري، داسې حال کې روسيه تر ډېره د ارمېنيا ملګرې ده. د بي بي سي بريال جونا فېشر د ارمېنيا له پلازمېنې ييروانه دا راپو راستولی دی.