د کورونا وبا اوج کې د شتمنو کسانو شتمني څلورمه برخه ډېره شوې

د امازون وېبپاڼې څښتن جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو لوی شتمن دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د امازون وېبپاڼې څښتن جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو لوی شتمن دی

د سویس بانک او 'بي ډبلیو سي' مسلکي خدماتو شبکې یوې څېړنې موندلې چې د کورونا وبا اوج پرمهال (د اپریل او جولای میاشتو ترمنځ موده کې) د نړۍ د شتمنو کسانو شتمني څلورمه برخه ډېره شوې ده.

په دې رپوټ کې دا اهم راغلي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د میلیاردرانو شمېر یو څه زیات شوی او د شمتنو شمېر کابو دوو زرو او دوو سوو کسانو ته رسېدلی دی.

لا هم د امازون وېبپاڼې څښتن جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو لوی شتمن بلل شوی چې د شمېرو له مخې، د هغه شتمني کابو دوه سوه میلیارد ډالره ده.

شنونکي وايي، د بیزوس شتمني هغه مهال ډېره شوه، چې حکومتونو د کورونا وبا له کبله محدودیتونه ولګول او د ونډو بازار کې د هغه برخه ډېره شوه.

تېر کال د اکسفام د یوه رپوټ له مخې، په نړۍ کې د شپږ ویشتو شتمنو کسانو شتمنۍ د ځمکې د نیمايي بې وزله وګړو له شتمنیو ډېرې دي.

د لندن UBS بانک او PwC شبکې ویلي، د کورونا وبا د اوج پرمهال د میلیاردرانو شتمنۍ د ریکارډ تر کچې ورسېدې، ځکه چې ټیکنالوجۍ او د روغتیا برخه کې د نړۍ کابو ټول وګړي د دوی له خدمتونو ګټې اخیستو ته اړ شول.

دا ټول لاملونه د میلیاردرانو د ۱۰ ټریلیون ډالره شتمنۍ د ډېرېدو سبب شول.

د ریکارډ کچې لوړوالی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۸ او د ۲۰۲۰ جولای میاشتې ترمنځ موده کې په ټیکنالوجۍ کې ۴۲٫۵ میلیارده ډالره پانګونه شوې.

په رپوټ د څه باندې ۲۰۰۰ شتمنو کسانو شتمنۍ ارزول شوې، چې وايي د کورونا وبا د اوج میاشتو کې د دوی شتمني څلورمه برخه لوړه شوې ده. په جولای کې یې شتمنۍ ۱۰٫۲ ټریلیون ډالرو ته رسېدلې او د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې دا کچه بیا ۸٫۹ ټریلیون ډالره وه.

د کورونا وبا له کبله په ټیکنالوجۍ او روغتیايي توکو کې پانګونه ډېره شوه.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۸ او د ۲۰۲۰ جولای میاشتې ترمنځ موده کې په ټیکنالوجۍ کې ۴۲٫۵ میلیارده ډالره پانګونه شوې.

د ویډیو تشریح،

کورونا وېروس به د نړۍ پر اقتصاد څه اغېز وکړي؟