ولسمشر ټرمپ له جو بایډن سره انلاین مناظره کې له ګډونه انکار وکړ

Trump and Biden

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د دواړ کاندیدانو تر منځ لومړنۍ مناظره د یوه بل په سپکاوي کولو بدله شوه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو لړ کې له خپل دیموکرات سیال جو بایډن سره په یوه انلاین ټلویزیوني مناظره کې برخه اخیستل رد کړي دي.

هغه کمېسون چې د اکتوبر پر ۱۵ مه د دغې مناظرې بڼې پرېکړه کوي، وايي چې مناظره به له لېرې تر سره کېږي.

کمېسیون پر کورونا وېروس د ولسمشر ټرمپ له اخته کېدو او درملنې وروسته دا پرېکړه وکړه.

ولسمشر ټرمپ اوس د ناروغۍ کوم علامات نه لري، خو په سپینه ماڼۍ کۍ یو شمېر معاینات مثبت ختلي دي.

ښاغلی ټرمپ وايي، انلاین بڼې ته بدلون د ده د سیال 'ساتلو ' لپاره دی، خو د جو بایډن کمپاین غړي وايي، ښاغلی بایډن به برخه پکې واخلي.

د دیموکراتانو کمپاین وايي:

''هغه له امریکایانو سره مخامخ خبرو ته منتظر دی. ''

بل لور ته له فوکس اقتصاد چېنل سره خبرو کې ولسمشر ټرمپ وویل:

''زه به د یوه کمپیوټر تر شا په یوه شخصي بحث کې خپل وخت ضایع نه کړم، دا د خندا وړ ده. ''

د نوموړي کمپاین کوونکي وايي، د دې پر ځای به هغه یوه غونډه وکړي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

سپینه ماڼۍ اوس له کوویډ - ۱۹ وبا سره په مبارزه کې ده

د دوی دواړو تر منځ لومړنۍ مناظره د یوه بل په سپکاوي او د یوه بل په خبرو کې په ورلوېدو اوښتې وه.

امریکايي رسنیو هغه مناظره 'بدرنګه ' او 'ناندریزه ' بللې.

د ولسمشرۍ د مرستیالۍ لپاره د کاندیدانو تر منځ د چهارشنبې ورځې مناظره نسبتاً ډېره سنجیده بلل شوې ده.

د ولسمشرۍ کاندیدانو تر منځ راتلونکې یو نیم ساعته مناظره په میامي کې داسې ترتیب شوې، چې حاضرین به له کاندیدانو پوښتنې هم کولای شي، خو دواړه بحث کوونکي به ''(له بېلا - بېلو ځایونو په انلاین بڼه '' خبرې کوي.

د مناظرې تنظیمونکي وايي، د غونډې همغږي کوونکي به میامي کې ناست وي.

د کمېسیون مسوولینو په خبره دا پرېکړه ''د ټولو ګډونوالو خوندیتوب او روغتیا ساتنې لپاره شوې ده. ''

د مناظرې کوربه د سي - سپان سیاسي ایډیټر سټېو سکولې ټاکل شوی، چې ولسمشر ټرمپ په وینا هیڅکله ''د ټرمپ پلوی '' نه و.