د امريکا ولسمشريزې ټاکنې، د ولسمشرۍ مرستيالۍ کانديدان يې د مناظرې دريځ ته وتلي

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې، د ولسمشرۍ مرستيالۍ کانديدان يې د مناظرې دريځ ته وتلي

د امريکا ولسمشر مرستيالۍ لپاره د نوماندانو ترمنځ مناظره بېګا وشوه، چې مايک پېنس په کې د خپلې مخالفې، سناتورې کمالا هارېس پر وړاندې پر دريځ و، او د کورونا ويروس وبا، اقليمي بدلون او روغتياپالنې په اړه يې په کې توند بحثونه وکړل. د ولسمشرۍ کانديدانو تېرې اوونۍ ګډوډۍ مناظرې پر خلاف، دا يو ارام بحث و، چې داوړو په کې د خبرو ارامولو ته لېواله و، خو د ځينو مسئلو پر سر روښانه توپيرونه وو. دا د دوی دواړو ترمنځ، د ټاکنيزو هلو ځلو يوازينۍ ټلويزني مناظره ده.