ګیلګت بلتستان د چا دی؟

ګیلګت بلتستان د چا دی؟

پاکستان پتېيلې چې د دغه هېواد شمال کې ګيلګت بلتستان ته د پوره صوبې بڼه ورکړي. له تاريخي پلوه دا سيمه د جمو کشمير برخه وه، خو په ۱۹۴۸ کال کې د پاکستان تر ولکې لاندې راغله. دا سيمه چې نژدې يو نيم ميليون وګړي په کې اوسېږي، په دنګو غرونو، درو او ښکلو منظرو مشهوره ده، او اوس د هند له کشمير، چين او افغانستان سره نښتې ده. هند هم پر دې سيمه داوه کوي، او وايي د ۱۹۴۷ کال تړون له مخې د دوی برخه ده. خو دا چې اسلام اباد يې د صوبې جوړولو خبره کړې، بي بي سي يې په اړه له خلکو سره خبرې کړې دي.