امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو سيالۍ

امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو سيالۍ

امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نژدې لس ورځې پاتې دي، ډېرو ايالتونو کې خلکو له وړاندې د پوسټ له لارې وټونه یا رايې ورکړې دي. د سيالانو ټاکنيزې هلې ځلې يې روانې دي، او وروستۍ ټلويزيوني مناظره يې سبا کېږي. پخواني ولسمشر باراک اوباما د ډيموکراټ ګوند نوماند جوبايډن په ملاتړ ټاکنیزې مبارزې خپله لومړۍ وينا کې پر ډونلډ ټرمپ ستوغوې نيوکې کړې دي. فيلاډېلفيا کې د خبرو پر مهال ښاغلي اوباما وويل ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ سره د ټلويزيون خپرونې چلن کوي او هېچا ته پام نه کوي. ډونلډ ټرمپ ويلي ښاغلي اوباما تېرو ټاکنو کې د هېلاري کلېنټن لپاره سختې هلې ځلې وکړې، خو پايله يې بيا ماته وه.