ګلګېت بلتستان کې ټاکنې

ګلګېت بلتستان کې ټاکنې

ګلګت بلتستان کې د يکشنبې پر ورځ د قانون جوړولو اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېږي، چې د سياليو لپاره یې سياسي منډې ترړې او هلې ځلې لا روانې دي. د دې سيمې خلک د خپلو ستونزو له امله که څه هم تر ډېره نهيلي دي، خو ډېرې هيلې یې له دې سره تړلې چې که سيمه يې د صوبې يا ولايت په توګه وپېژندل شي، نو راتلونکی يې ښايي لا ښه او روښانه شي. د ګلګت بلتستان ستونزې څه دي، او د دغو ټاکنو په اړه څه فکر کوي. د بي بي سي خبرياله فرحت جاوېد ګلګت ته ورغلې وه او له هغه ځايه یې دا راپور راستولی دی.