د نړۍ د تر ټولو شتمن سړي د بري ۶ ټکي

  • جسټن روالټ
  • بي بي سي
Elon Musk

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ایلن ماسک چې اوس نړۍ کې تر ټولو شتمن دی.

ایلن ماسک څو ورځې مخکې د امازون له بنسټګر جېف بیزوس مخته کېدو سره د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو.

د ټیسلا او سپېس اېکس د بنسټګر د شتمنۍ ارزښت هغه مهال تر ۱۸۵ میلیارد ډالرو ډېر شو چې د برېښنايي ګاډو کمپنۍ د ونډو بازار یې پورته شو.

خو د نوموړي د بري راز په څه کې دی؟

څو کاله مخکې پر دې راز له هغه سره نږدې یوه ګړۍ وغږېدم. د نوموړي نوي پرمختګ سره موږ پرېکړه کړې چې د هغه له مرکې دا خبرې در سره شریکې کړو، چې پکې پر خپله سوداګریزه بریا غږېږي.

یوازې پر پیسو ګټلو فکر مه کوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

برسلز کې د ټیسلا ګاډی په نندارتون کې.

دا د سوداګرۍ په هکله د ایلن ماسک د اصلي فکر استازي کوي.

کله مې چې پر ۲۰۱۴ کال له هغه سره مرکه کوله ویل یې، نه پوهېږي چې څومره شتمن دی:

"داسې نه ده چې دلته د پیسو یوه لویه دلۍ پرته وي. بس زه یوازې په ټیسلا، سپېس اېکس او سولرسیټي کې ځانګړی شمېر رایې لرم او مارکېټ کې دا رایې اهمیت لري. "

ایلن ماسک د پیسو ګټلو شوق لري، خو وايي دا هرڅه باید اخلاقي او په سم ډول وي، خو زیاتوي چې شتمني د هغه د پرمختګ لپاره مورال زیات نه کړ.

داسې ښکاري چې دا چلن په عمل کې هم لري.

کله چې موږ پر ۲۰۱۴ کال خبرې سره کولې ښايي شتمنِ یې لس میلیارد ډالره وه، خو تېر کال یې د ټیسلا ارزښت تر ۷۰ میلیارد ډالرو ډېر شه.

خو ایلن ماسک چې پنځوس کلن کېږي، د شتمن مړه کېدو تمه نه لري.

هغه وايي، ډېرې پیسې به یې د مریخ پر مرکز ودانولو ولګېږي او حیران به نه شي که ټوله شتمني یې ولګېږي.

په حقیقت کې نوموړی د بېل ګېټس په څېر فکر کوي چې وايي، که د مرګ په وخت یې میلیاردونه ډالر بانک کې و، نو دا به یې د ناکامي مانا په دې ولري چې پیسې یې ښې نه شوې کارولی.

خپلو هیلو پسې لاړ شئ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ماسک وايي، که مړ کېده او بانک کې یې پیسې وې نو دا به یې ناکامي وي.

ایلن ماسک مریخ کې اډه د بري کیلي بولي.

هغه وخت یې راته وویل: "ته راتلونکي کې شیان تر اوس غوره غواړې. ته دا نوي شیان د دې لپاره غواړې چې ژوند لا غوره جوړ کړي. "

ده ویل سپېس اېکس پروژه یې ځکه پیل کړه چې د امریکا تشیالي پروګرام هغومره لوړو هیلو سره نه و چې ده یې امید درلود.

ده هیله لرله چې له ځمکې بهر پرمختګ وشي او مریخ ته تګ وشي او سپوږمۍ کې اډه وي چې مدار ته پرلپسې الوتنې پیل شي.

خو چې داسې ونه شول، نو پر مریخ د باغ لګولو نظریه یې وړاندې کړه چې دې سرې سیارې ته کوچنی ګرین هاوس واستوي.

دې نظریې د تشیال په هکله خلک بیا هیښ کړل او امریکا یې وهڅوله چې د ناڅا بودیجه زیاته کړي.

هغه چې کله له ځمکې لرې فکر درلود، پوهېده چې مشکل د هیلې کمی نه بلکې د لارښوونې او وسیلو نشتوالی دی، ځکه تشیالي ټیکنالوجي له حد ډېره ګرانه ده.

همدغه وخت د نړۍ تر ټولو ارزان سوداګریز توغندي لېږل پیل شول.

دلته مهمه دا ده چې نوموړی د پیسو وږی نه و، بلکې مریخ ته یې د انسان رسول غوښتل.

ماسک راته وویل چې د پانګوال په ځای ځان انجینر بولي او سهار وختې دې هیلې سره پاڅېږي چې تخنیکي ستونزې اوارې کړي، ځکه بانک کې د ډالرو جمع کولو په ځای پرمختګ چارو کې پیسې لګول غوره بولي.

هغه پوهېږي چې که کاروبار سره هره ستونزه اوارېږي، نو مطلب دا دی چې هر هغه کس ته یې خیر رسېږي چې د ورته ستونزې اوارولو هڅه کوي.

همدا وجه ده چې زما سره تر لیدنې لږ مخکې یې نړۍ کې د برېښنايي ګاډو جوړولو چارې چټکولو لپاره له نورو ګاډي جوړولو کمپنیو سره د ټیسلا کار شریکولو ته تیاری ښودلی و.

له لوړو خیالونو وېره مه لره

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ټیګزاس کې د سپېس اېکس توغندی تجربې ته تیارېږي.

د ایلن ماسک د کاروبار په هکله د پام وړ ټکی دا دی چې څومره زړور دی.

هغه د ګاډو صنعت کې انقلاب راوستل، مریخ کې ابادي او استوګنه، تشیالي تونلونو کې چټک اورګاډی، انساني مغز کې مصعنوي هوش ځایول او برېښنايي او بېټرۍ صنعت پورته کولو کې انقلاب راوستل غواړي

د نوموړي دا ټول پلانونه د راتلونکي اړوند خیالي تصورت دي چې ښايي د ۱۹۸۰ کلونو ماشومانو مجلو کې یې ومومې.

دی وايي، سوېلی افریقا کې ماشومتوب پرمهال کتابونو او فلمونو پرې ځانګړی اغېز کړی دی.

د ماسک دریم کاروباري عادت دا دی چې شاتګ نه کوي.

دی وايي، ډېری کمپنیو کې د هوډ کمی او سستي وي.

دی وايي، ډېری کمپنۍ اینکرېمېنټلسټې دي: "که ته د یوې لویې کمپنۍ اجرايي مشر یې او پرمختګ غواړې، خو دا پرمختګ ډېر وخت وغواړي او ښه نتیجه هم ور نه کړي، پر تا څوک تور لګولی نه شي، ته ویلی شې چې دا زما نه بلکې د تامینوونکي ستونزه وه. "

دی زیاتوي که زړور یې او ریښتونکی پرمختګ غواړې، خو کار دې نتیجه ور نه کړي، نو ښايي له ندې لرې شې، همدا وجه ده چې ډېرې کمپنۍ د نویو پلانونو پر ځای خپلو اوسنیو تولیداتو کې پر کوچنیو پرمختګونو چورلي.

ځکه نوموړي پر هغه څه د کار سپارښت کوي چې په ریښتیا مهم وي.

د ایلن ماسک په شخصي وده کې دوه شیان رابرسېره کیږي.

اول دا چې نوموړی غواړي له سون انرژۍ څخه بدلون چټک کړي.

"موږ ډېر ژور ګاز او تېل پلټو چې میلیونه کاله راهیسې یې رڼا لیدلې نه ده. هغه مهال تر ټولو پیچلی اورګنیزم سپنج و. نو له دې سره پوښتنه پیدا کیږي دا چې اوس کوو هوښیار کار دی؟"

دویم کار هم د مریخ تسخیرولو او ژوند په څو سیارې بدلولو سره د انسان اوږدمهالی پایښت غواړي:

"لکه چې وایم، لوی فکر وکړه. "

خطر ته تیار اوسه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پر ۲۰۱۹ کال شانګهای کې د ټیسلا کمپنۍ وداني جوړېږي.

دا ښکاره ده چې کاروبار کې د پرمختګ یا بهترۍ لپاره هر څوک تاوان ته تیار وي، خو اېلن ماسک تر نورو ډېر دا خطر مني.

پر ۲۰۰۲ کال یې اول ځل دوو کاروباري کمپنیو-زېپ دوه او پې پال- کې ونډه وپلورله. هغه مهال ۳۰ کلن و او بانک کې یې تر دوه سوه میلیون ډالرل لرل.

دی وايي، دې کار سره یې غوښتل چې نیمه ونډه سوداګري کې واچوي او پاتې وساتي.

خو هرڅه په خپل زړه نه جوړېږي، هغه مهال مې چې ولید، نو د خپل سوداګریز ژوند له خورا تیاره پېر په وتو و.

د هغه نوې کمپنۍ له هر ډول ستونزو سره مخ شوې. د سپېس اېکس درې پلانونه ناکام شول او ټېسلا هم د تولید، سوپلای ځنځیز او ډیزان په څېر هر ډول ستونزو سره مخ شوه.

بیا مالي کړکېچ جوړ شو.

ماسک ویل، له غوراوي یا انتخاب سره مخ شو: "ما باید یا پیسې خوندي کړې وی، یا هم کمپنۍ ختمې شوې وی. یا مې باید هغه شته پیسو باندې پانګونه کړی وی او دغسې حالت کې د یو چانس هیله پیدا کېده. "

هغه پیسې ولګولې.

هغه راته وویل، یو وخت دومره پوروړی شو چې د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې له ملګرو پور اخیست.

هغه ډوپه کېدو امکان ووېراوه؟

ماسک وویل، نه، ځکه بچیان یې ښايي دولتي ښوونځي ته تللي وی او دا بده خبره نه وه، ځکه خپله یې هم حکومتي ښوونځی لوستی دی.

نیوکګرو ته غوږ مه نیسه

د عکس سرچینه، Neuralink

د عکس تشریح،

د ماسک ډله د یوې تجربې لپاره د خنزیر دماغ کې چېپ لګوي.

ایلن ماسک لپاره تر ۲۰۱۴ کال هم په دې هیښوونکي خبره اندېښمن و چې ډېرو د نظر خاوندانو او شنونکو د هغه له کړاو خوند اخیست:

"زما له کړاوه د ازاد خیالو خوند اخیستنه هیښوونکې وه. څو وېبپاڼې وې چې د ټېسلا کمپنۍ مرګ ته یې شېبې شمېرلې. "

ما ورته وویل، ښايي ډېرو خلکو یې ناکامي په دې غوښته چې د سترو هیلو په تړاو یې یو ډول تکبر لیدل کېږي.

هغه دا نه مني او وايي: "زما په اند دا به هغه وخت غرور و چې که ما ویلی، زه دا کووم، خو موږ ویلي چې دا کول غواړو او هڅه مو ده چې په خورا ښه طریقه یې وکړو. "

دې سره موږ ته په سوداګریزو بریاوو کې د اېلن ماسک بل راز هم مالوم شو او هغه دا چې نیوکګرو ته غوږ مه نیسه.

هغه راته وویل، باور یې نه و چې له سپېس اېکس یا ټیسلا پیسې وګټي او نورو هم داسې باور نه درلود.

خو مایوسوونکي یې له پام وغورځول او مخ په وړاندې روان شو.

په یاد مو وي. دا هغه سړی دی چې د ستونزو حل بریا بولي نه دا چې څومره پیسې یې ګټلې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښار کې د برېښنايي ګاډو لپاره د چارج مرکزونه جوړېږي.

سوچ وکړئ څومره ازادخیال دی. هغه په دې فکر نه کوي چې د ډېرې پانګونې بدل کې د څه نه ترلاسه کولو په دلیل یې خلک ساده یا کم عقل وبولي، بلکې د خپلو مهمو نظریو څارل ورته مهم دي.

دې سره پرېکړه کول ډېر اسانېږي، ځکه هغه یوازې پر دې تمرکز لري چې فکر کوي او دا ډېر مهم دي.

داسې ښکاري چې مارکېټ یې هم چارې خوښوي.

اکټوبر کې د امریکا پانګونې بانک مورګن سټنلي د سپېس اېکس ارزښت سل میلیارد ډالر بللی و.

دې کمپنۍ د تشیالي سفر اقتصاد بدل کړ، خو د ماسک لپاره د ویاړ خبره دا ده چې د ده کمپنۍ د امریکا تشیالي پروګرام څنګه بیا ژوندی کړی.

تېر کال د هغه کریو ډراګن توغندیو شپږ ستورمزلي نړیوال تشیالي مرکز ته ورسول.

دا پر ۲۰۱۱ کال د تشیالي شټلز له متقاعد کولو وروسته اول ځل ماموریت و چې د امریکا له خاورې تر سره کېده.

له ژوند خوند اخیستل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ماسک د پیسو ګتلو پر ځای پر دې فکر کوي چې ستونزه حل کړي.

دا لارښود وڅاره او د بخت بدلېدو سره به ناشونې کچه شتمن او مشهور شې، بیا ورو ورو له خپل خوندي ځای راوتلی شې.

ایلن ماسک په سخت او ډېر کار کولو مشهور دی، هغه د ټیسلا دریم ماډل د تیاري پر مهال اونۍ کې ۱۲۰ ګړۍ کار کاوه، خو زموږ له لیدنې وروسته داسې ښکاري چې له ځان خوند اخلي.

پر ۲۰۱۸ کال هغه مهال د امریکا مالي تنظیموونکو سره په ستونزه کې ګیر شو چې ټوېټ کې یې ولیکل، چې ټيسلا خصوصي کوي.

کله چې د کورونا له امله ټیسلا اړه شوه سن فرانسیسکو کې تولید بند کړي، نو ماسک د کورونا وېروس له امله محدویتونو ضد سخت مخالف باندې واوښت.

نوموړي له دې وېروس وېره "لېونتوب" او د کورونا له امله په کور پاتېدل یې "اجباري بند" وباله او قیودات وضع کول یې د لومړنیو حقونو سره ټکر وګاڼه.

په دوبي کې یې د خپل کور سامان پلورلو خبره وکړه او ویې ویل دا مو مورال کمزوروي.

د عکس سرچینه، SpaceX

د عکس تشریح،

ډیسمبر کې سپېس اېکس توغندی وازمویه.

څو ورځې وروسته یې ټوېټر کې ولیکل چې نوی زوی به یې "اېک اي اې ۱۲ ماسک" نوموېږي.

خو داسې ښکاري چې دا بې اټکله کار یې سوداګري اغېزمنه کړې نه ده او د پخوا په څېر له لوړو خیالونو سره پاتې دی.

سپټمبر کې یې وویل چې دریو کلونو کې به ټیسلا اتوماتیک یا بې ډرایوره ګادي ولري چې بیه به یې ۲۵ زره ډالر وي او دا یې هم زیاته کړه چې ډېر ژر به یې د کمپنۍ ټول ګاډي اتومات وي.

خو کال یې په ډیسمبر کې هغه مهال په چاودنه پای ته ورسېد، چې سپېس اېکس تشیالي ګاډی تجربه کړ.

هیله ده دا ګاډی تر ټولو مخکې انسان مریخ ته ورسوي.

خو دا ګاډی له توغېدو شپږ منټه وروسته وچاود، مګر ماسک وېروونکی بری وباله.