اسټرالیا چارواکي ولې یو مرغه وژني؟

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکي داسې باور کوي چې ښايي دغه مرغه به د بارچالانۍ کومې کښتۍ له لارې تر دې ځایه پورې رسېدلی وي. ارشیف تصویر
هغه مرغه وژل کېږي چې له ارام سمندره تېر شوی او د اسټرالیا له سخت قرنطینه یې سر غړونه کړې ده. رپوټونو کې ویل شوي، دغه کوتر د امریکا په اوریګون ایالت کې د کوترو الوت یوې سیالۍ پر مهال بې درکه شو او دوې میاشتې وروسته د اسټرالیا په ملبرون کې راڅرګند شو.
بل لور ته چارواکي وايي، دغه کوتر چې د جو نوم ورکړل شوی د اسټرالیا مرغانو او چرګانو پالنې صنعت بایو خوندیتوب ته یو 'مستقیم ګواښ ' دی.
ویل کېږي دغه مرغه به له نیول کېدو وروسته وژل کېږي. د ملبرون یو اوسېدونکی کېوین سیلي وايي، د دسمبر پر ۲۶ یې دغه کوتر د خپل کور په انګړ کې وموند. نوموړي اې پي خبري اژانس ته وویل:
''یو څه وچ بسکټ مې هلته ورته کېښودل، خورا ډنګر ښکارید. ''
د انټرنېټ له لارې له یو څه معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ښاغلي سیلي ته معلومه شوه، چې دغه کوتر د امریکا په الاباما ایالت کې د خپل څښتن په نامه ثبت دی او وروستی ځل په لوېدیځ ایالت اوریګون کې د کوترو الوځولو په یوه سیالۍ کې لیدل شوی دی.
د دې کوتر په هکله په ځايي رسنیو کې د خبر له خپرېدو وروسته چارواکو له ښاغلي سیلي سره اړیکه ونیوه او له دوی سره د انفکشن په هکله اندېښنه وه.
تر اوسه دا مرغه نه دی نیول شوی، خو د کرنې، اوبو او چاپېریال ځايي ادارې مسوولین وايي، له نیولو وروسته به یې ووژني، ځکه په وینا ځايي مرغانو ته د خطر لامل کېدای شي.
د دغې ادارې له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي:
''دې ته له توجه پرته چې له کومه ځایه مرغه راغلی، هېڅ یو داسې مرغه ته په اسټرالیا کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکول کېږي چې د روغتیا لپاره له خطرونو د پاکوالي حیثیت و نه لري. د دې بایو خوندیتوب خطر مخینوي یوازینۍ احتمالي لار دا ده چې د انسان په لاس داسې مرغه له منځه لاړ شي. ''
تر اوسه معلومه ده چې دې مرغه څنګه د امریکا په لوېدیځ کې له یوې سمندرغاړې ۸۰۰۰ میله لېرې د اسټرالیا سویلي سیمې ته سفر کړی، خو چارواکي داسې باور کوي چې ښايي دغه مرغه به د بارچالانۍ کومې کښتۍ له لارې تر دې ځایه پورې رسېدلی وي.
له امریکا نه اسټرالیا ته له قانوني لارې د کوترو راوړل اجازه لري، خو لګښت یې لسګونو زره ډالرو ته رسېږي او بهیر یې ستونځمن دی، چې له همدې کبله له لسیزې راهیسې چا دې چارې ته زړه نه دی ښه کړی.
د جو په نامه دغه مرغی لومړنی هغه نه دی چې د سختو اسټرالیايي قوانینو له کبله له ستونزې سره مخامخ دی.
۲۰۱۵ کال کې ممثل جوني ډیپ او امبر هیرډ چې هغه مهال یې مېرمن وه، له دې کبله په یوه ویډیويي پیغام کې بښنه وغوښته چې په شخصي الوتکه کې یې هېواد ته دوه سپي راوړي وو.