د کورونا وبا له اندېښنو سره په هند کې کومب مېله پیل شوه
په دې دویزه مېله کې معمولاُ لسګونه زره کسان ګډون کوي.
د هند ګنګا سیند پر غاړه زرګونه خلک د کومب په نامه په مېله کې د مذهبي مراسمو لپاره راټول شوي، چې په نړۍ کې تر ټولو لویه دغه ډول غونډه بلل کېږي.
د هندوانو دغه مذهبي مراسم په داسې حال کې تر سره کېږي، چې په دغه هېواد کې کورونا وبا په پراخه کچه خپره ده. د مېلې پر لومړۍ ورځ لسګونو کسانو په ګنګا سیند کې د مذهبي مراسمو په توګه ولامبل.
چارواکي وايي، دوی د کورونا مخنیوي اقدامات کړي، خو ډېری کسان داسې حال کې ولیدل شول چې په سیند کې د لامبو پر مهال یې ماسکونه نه وو پر مخ کړي. بل لور ته په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد امریکا ده، چې د هند پرتله ډېر کوویډ - ۱۹ ناروغان لري. د هندوانو له مذهبي عقیدې سره سم په دغه سیند کې لامبل یې له ګناهونو پاکوي.
چارواکي وايي، دوی د کورونا مخنیوي اقدامات کړي، خو ډېری کسان داسې حال کې ولیدل شول چې په سیند کې د لامبو پر مهال یې ماسکونه نه وو پر مخ کړي. بل لور ته په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد امریکا ده، چې د هند پرتله ډېر کوویډ - ۱۹ ناروغان لري. د هندوانو له مذهبي عقیدې سره سم په دغه سیند کې لامبل یې له ګناهونو پاکوي.
دغه مېله د اترکنډ ایالت هریدوار ښار ته څېرمه ترسره کېږي. د این ډي ټي وي په رپوټ کې ویل شوي، د هېواد له بېلا بېلو سیمو د مېلې ځای ته ګهیځ وختي د خلکو رسېدل پیل شول او نژدې یو ساعت وروسته خلکو په سیند کې لامبل پیل کړ.
په دې مېله کې معمولاً لسګونه زره کسان ګډون کوي، خو اوس چارواکي وايي، د کوویډ - ۱۹ خپرېدو له وېرې هڅه کوي ډېر خلک پکې ګډون و نه کړي. ځايي چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې یوازې له هغه وروسته دې مېله کې ګډون وکړي چې د کورونا معاینات یې کړي وي او په مېله کې د ګډون پر مهال باید ماسک وکاروي.
په دا وروستیو کې دې لړ کې محکمه کې هم شکایت شوی چې د ګډونوالو له شمېر کمولو پرته به شوني نه وي چې د خوندیتوب اقدامات عملي شي او د ګډونوالو اوسني شمېر ته په کتو به داسې کول ګرانه چاره وي.
د اې این ای خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د کورونا وبا له کبله به د درې نیمو میاشتو پر ځای مېله یوازې ۴۸ ورځې دوام کوي.
بل لور ته ایالتي پولیسو ویلي، د امنیت خوندیتوب په موخه به د مېلې په سیمه کې د ملي امنیتي ګارد (این ایس جي) کمانډو ځواک ځای پر ځای کړي.
Crowds gather on the most auspicious day of bathing at India's Kumbh Mela pilgrimage in 2013.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.