امریکا چین د اویغور مسلمانانو په نسل وژنه تورن کړ

چین ادعا کوي چې د ایغور مسلمانانو نظامي ځایونه یې کاري او فرهنګي بیا روزن‍‍ې ل‍پاره رامنځته کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

چین ادعا کوي چې د ایغور مسلمانانو نظامي ځایونه یې کاري او فرهنګي بیا روزن‍‍ې ل‍پاره رامنځته کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک ‍پمپیو پر دې څوکۍ د کار په وروستیو ش‍‍‍‍‍‍ېبو ک‍ې اعلان وکړ چ‍ې امریکا چین له یوغور مسلمانانو سره د زور زیات‍‍‍‍ي او د جبري کار پنډغالو ته د استولو له کبله په نسل وژنه تورنوي.

ښاغلي پمپیو د سې شنبه ‍پر ورځ ‍په خپل ټوی‍ټر ولیکل "زه په دې باوري شوی یم چې د چین خلق جمهوریت سینکیانګ کې د اویغور مسلمانانو او نورو قومي او مذهبي لږکیو د نسل وژنې او د هغوی پر وړاندې د بشریت ضد جنایت د تر سره کولو په حال کې دی".

د جو بای‍ډن لخوا د ‍پمپیو څوکۍ ته نومول شوی انتوني بلینکن هم د ‍نوموړي له دې ارزونې سره موافق دی.

د بشري حقونو ‍ډلې وایي، چین په تېرو څو کلونو ک‍ې شاوخوا یو میلیون اویغور مسلمانان د اجباري کارونو پنډغالو ته استولي او هلته ی‍ې په عملي توګه زنداني کړي دي.

خو بیجینګ دغه تورونه ردوي او دا روزن‍ېز کم‍پونه او موخه ی‍‍ې د سخت دریځۍ مخنیوی ګڼي.

د بي بي سي د خبریالانو په یوه څېړنه کې هم ‍پر دې باور شوی چې په دغو اډو کې اویغور مسلمانان اجباري کارونو ته اړایستل کېږي.

د جو بایډن ټاکنیزې ډلې په تېره اګست میاشت کې د ټاکنو له بریا وړاندې هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د ښاغلي بایډن او سلاکارانو له نظره اویغور خلک له سخت ظلم او کړاوونو سره مخ دي چې مسؤلیت یې د چین د دولت پر غاړه دی.

د اویغور تاریخ ۴۰۰۰ کاله وړاندې دوو قومونو ته چې بزګران او ښکاریان وو او وروسته د هخامنشیانو او اشکانیانو په وخت کې ایراني سغدیانو ته ورګرځي، کله چې دغه سیمه د ایران د شاهنشاني دولت برخه وه.

سغدي د ایران له ژبو یوه وه او دا چې سغدیان د ورېښمو لارې باندې استوګن شوي وو، نو ژبې، فرهنګ، ادب او مهارتونو یې هم په ډېره چټکۍ سره له هغو سوداګرو سره چې له چین او هند څخه به پر دغې لاره تېرېدل، پرمختګ وکړ.

د عکس سرچینه، AFP

د کلونو په تېرېدو سره دغو قومونو د چین په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړ او خپلې سیمه ییزې ودانۍ یې جوړې کړې.

اویغور د چنګیز خان له لوی لښکر سره د ۱۲۰۶ څخه تر ۱۲۲۷ کال پورې په مخامخ کېدو کې په داوطلبانه ډول تسلیم شول.

له چنګیز وروسته، قوبیلای قاآن پر هغې سیمه واکمني پیل کړه.

اویغور د غوره فرهنګ په درلودلو سره د مغولو په دربار کې لوړ مقام ته ورسېدل او پر منځنۍ آسیا د واکمنېدو لپاره یې د هغوی په جګړو کې مهم رول ولوباوه.

خو د تاریخي اسنادو پر بنسټ، د مغولو ډېری ډلې د مغولستان د خاقان له راپرځېدو سره له ۸۴۰ کال وروسته کلونو کې اویغورستان ته کډوالې شوې او د دغې سیمې د اوسېدونکو په منځ کې په ځانګړي ډول له نژادي اړخه ورګډ شول.