کورونا ضد مبارزه: بایډن ۱۰ فرمانونه لاسلیکوي، له امریکا سره د اړیکو ښه کېدو ته د چین لېوالتیا

بایډن

د عکس سرچینه، AFP

د امریکا ولسمشر جو بایډن له کورونا وېروس سره د مبارزې په پار ۱۰ ځانګړي اجرايي فرمانونه لاسلیکوي. دې لړ کې به د واکسین ورکولو بهیر چټک شي او د معایناتو شمېر به زیات شي.

د ماسکونو تولید ډېرولو لپاره به هم له ځانګړیو قوانینو کار واخیستل شي. د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پالیسۍ برعکس په دغه پالیسۍ کې پر ایالتي کچه د پرېکړو پر ځای پر ملي ستراتيژي ټينګار شوی.

دغه اقدام تېره ورځ د امریکا د ۴۶ م ولسمشر په توګه د جوبایډن له لوړې وروسته کېږي. پر ټرمپ حکومت د کورونا وبا مخنیوي چارو کې د پاتې راتلو تورونه لګېدلي وو.

د مړینې شمېرو له پلوه امریکا په نړۍ کې تر ټولو ډېر د کورونا وبا ځپلی هېواد دی. د جان هاپکنز پوهنتون شمېرو له مخې دغه هېواد کې ۴۰۶ سوه زره کسان مړه شوي او ۲۴ اعشاریه پنځه میلیونه کسان پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي دي.

بایډن ته د چین مبارکي

د عکس سرچینه، Reuters

چین د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د دندې مبارکي تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کېدو ته لېوالتیا څرګنده کړې.

د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ موده کې د دواړو هېوادونو اړیکي خورا تریخجن وو.

چینايي چارواکو د روغتیا له نړیوال سازمان او پاریس اقلیمي هوکړې سره بېرته د امریکا یو ځای کېدو هرکلی کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونینګ وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر مټ 'نیک ځواک ' هغه څه ته ماتې ورکړي چې دا یې د 'بدۍ ځواکونه ' یادوي.

د چین بهرنیو چارو وزرات ویاندې د لوړې په مراسمو کې د ښاغلي بایډن څرګندونو ته په اشارې سره وویل، نوموړي څو ځله د 'اتحاد ' یادونه وکړه او په وینا یې ''دا کټ مټ هغه څه دي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ورته اړتیا لیدل کېږي. ''

نوموړې په دا وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو څرنګوال سخت وباله.

له دې مخکې چین د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ګډون پر ۲۴ چارواکو دغه هېواد ته د ورتګ بندیز ولګاوه.

د چین بهرنیو چارو وزارت په وینا دغه کسان او کورنیو غړي یې چین، هانګ کانګ او ماکاو ته سفر نه شي کولای.

بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو ټاکلي وزیر انتوني بلینکن که څه هم په چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند په هکله چې ټولوژنې ته ورته بلل شوی، ملاتړ اعلان کړی، خو له چین سره تعامل کې یې د لهجې بدلون ته تمایل څرګند کړی.

جو بایډن پر مسلمانو هېوادونو د سفري بندیزونو ختمولو سره ۱۵ فرمانونه لاسلیک کړل

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ۴۶ ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ لوړې وروسته خپلې چارې د ۱۵ اجرايي فرمانونو په لاسلیکولو پیل کړې.

دې فرمانونو کې امریکا ته د ځینې مسلمانو هېوادونو د وګړو سفري بندیز ختمول، د پاریس چاپېریالي تړون بیا په حال کول او د کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره ټولو عامه ځایونو کې ماسک اغوستل هم راځي.

د جو بایډن دا ډېری فرمانونه د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنجالي پالیسیو د ختمولو اړوند دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ پر ۱۷ ویلي و، د خپل کار پر لومړۍ ورځ هغه اجراییوي فرمان لاسلیکوي چې له مخې به یې تر ډېره د مسلمانو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د ډونلډ ټرمپ له خوا د سفر کولو لګول شوی بندیز لغوه کړي.

د ټرمپ ادارې په ۲۰۱۷ کال د ایران، لیبیا، سوریې، یمن، سومالیا او سودان د وګړو لپاره، چې تر ډېره دا مسلمان هېوادونه دي، د وېزو د ورکولو چاره ودروله.

ټرمپ وروسته سودان له دې نوملړه لیرې کړ او شمالي کوریا او چاد یې ور زیات کړل خو سودان درې کاله وروسته بېرته په محدود ډول وراضافه شو.

جو بایډن له روغتیا نړیوال سازمان د امریکا د وتلو بهیر هم وځنډاوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش له دې سازمان سره د امریکا د بیا همکارۍ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له کورونا سره د مقابلې لپاره د نړیوالې همغږۍ ډېرېدل ډېر مهم دي.

بایډن ژمنه کړې چې له چاپېریالي بدلون سره مقابله یې هم کار کې لومړیتوب لري.

نوموړي د پاریس ۲۰۱۵ کال تړون ته د امریکا ستنولو فرمان لاسلیک کړ، خو تېر کال ټرمپ له دې تړون امریکا اېستلې وه.

د جو بایډن لوړه

د ویډیو تشریح،

جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

جو بایډن چهارشنبه 'جنوري ۲۰ ' د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړې مراسم د امریکا متحدو ایالتونو پلازمېنه واشنګټن کې داسې حال کې تر سره شول، چې سخت امنیتي تدبیرونه شوي وو.

د لوړې په مراسمو کې د امریکا دریو پخوانیو ولسمشرانو، کانګرس غړو او ګڼو نورو دولتي چارواکو او مشهورو شخصیتونو ګډون کړی و.

د جو بایډن تر څنګ کملا هاریس هم د مرستیالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو ګډونوالو ته وویل:

"هغه قوتونه چې موږ ته بېلتون راولي، ژور دي او یو واقعیت دی، خو دا نوې خبره نه ده. مبارزه تل پاتې او د بریا تضمین نه شته"

نوموړي د کورنۍ جګړې په څېر د امریکا تاریخي پېښو ته په اشارې سره وویل:

"زموږ نیک قوت تل غالب شوی. تاریخ، باور او اتحاد یې لاملونه دي. موږ به د امریکا متحدو ایالتونو په حیث دا شبیې وینو"

ښاغلي بایډن زیاته کړه:

''دا د امریکا ورځ ده، د دیموکراسۍ ورځ ده، یوه تاریخي ورځ ده او د هیلو یوه ورځ ده. له ډېره وخته راهیسې امریکا له امتحانونو سره مخ وه، او پر ننګونو بریالۍ شوې. نن موږ یوازې د یوه کاندید بریا نه لمانځو، بلکې یو هدف لمانځو، د دیموکراسۍ هدف.''

جو بایډن پوهېږي چې سختې چارې په مخکې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کماله هریس د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ اسیایي -افریقایي نژاده او لومړنۍ ښځینه ولسمشر ده چې له ولسمشر بایډن سره یې یو ځاي لوړه وکړه.

انتوني زورکر

په امریکا کې د بي بي سي خبریال

ښاغلي بایډن د لوړې په مراسمو کې وویل، چې له کورونا وبا، بې رزوګارۍ، اقلمي بدلون سره مبارزه او د نژادي برابرۍ او سیاسي سخت دریځۍ مخنیوي په څېر مسایلو سره مبارزه یې له غاړې ده.

بایډن به ژر د دې مسایلو د حل لپاره خپل تګلاره وړاندې کړي، خو د امریکا ولسمشر په حیث یې 'اتحاد ' لومړنی حل وباله. نوموړي وویل:

"له یو موټیوالي پرته هېڅ چاره نه شته او پایله به یې یوازې تاو تریخوالی وي. دا تاریخي شېبه ده. "

غبرګونونه

د عکس سرچینه، Twitter

د ښاغلي بایډن د لوړې مراسمو له سر ته رسېدو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ناټو عمومي منشي یان سټولټنبرګ، بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن، هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي او پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون یو شمېر نړیوالو مشرانو په ټویټر پیغامونو کې ښاغلي بایډن ته مبارکي ویلي او نیکې هیلې یې څرګندې کړې دي.

ولسمشر غني په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي بایډن ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي، ''افغانستان د سولې ټینګښت لپاره او له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې د ملګرتیا نوي پړاو کې د متحده ایالتونو تر څنګ ولاړ دي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مخیکینی ولسشر ډونلډ ټرمپ په چورلکه کې د چهارشنبې پر ګهیځ له سپینې ماڼۍ ووت

د ښاغلي بایډن د لوړې له مراسمو څو ساعته مخکې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلې مېرمن سره یو ځای له سپینې ماڼۍ ووت او فلوریډا ته لاړ.

د یادونې ده، چې ښاغلي ټرمپ په دې ټاکنو کې خپله ماتې هېڅکله و نه منله او ښاغلي بایډن ته یې د بریا مبارکي ور نه کړه.

ښاغلي ټرمپ د خپلې وروستۍ کاري ورځې په مناسبت د مخې ښې پیغام خپور کړ او نوي حکومت ته یې پکې د بریا هیله څرګنده کړې ده.

دغه راز ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ مودې له پای ته رسېدو څو ساعته مخکې ۷۳ کسانو ته عفوه اعلان کړه.

دې کسانو کې د ښاغلي ټرمپ مخکینی سلاکار سټېو بنن هم شامل دی، چې له مسکیکو سره د دېوال درولو پروژه کې پر ټګي برګي او پیسو سپینولو تورن و، خو محاکمه شوی نه دی.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وروستۍ ورځې اوږدو کې له امریکایاتو وغوښتل چې نوي حکومت ته دعا وکړي، خو د جوبایډن نوم یې نه دی اخیستی.

بل لور ته د ښاغلي ټرمپ مرستیال ولسمشر مایک پینس د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې د جمهوريپال ګوند له لوري ګډون کړی و.