جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

جو بایډن نن چهارشنبه 'جنوري ۲۰ ' د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړې مراسم د امریکا متحدو ایالتونو پلازمېنه واشنګټن کې داسې حال کې تر سره شول، چې سخت امنیتي تدبیرونه شوي وو. د لوړې په مراسمو کې د امریکا دریو پخوانیو ولسمشرانو، کانګرس غړو او ګڼو نورو دولتي چارواکو او مشهورو شخصیتونو ګډون کړی و. د جو بایډن تر څنګ کملا هاریس هم د مرستیالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.