ملګري ملتونه: افغانستان کې خوارځواکي د سیمې هېوادونو پرتله دوه برابره ده

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان کې د کورونا وېروس سربېره روانه جګړه، طبيعي پېښې او ماشومانو ته کمه پاملرنه د خوارځوااکي د لا زياتېدو سبب شوي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوېډ ۱۹ ناروغۍ د ناوړه اقتصادي اغېزو له کبله به د نړۍ په یو شمېر برخو کې نژدې دوه ميلیارده خلک له خوار ځواکۍ او د خوړو له کمښت سره مخ شي.

دا راپور چې د ملګرو ملتونو د څلورو ادارو، خوراکي موادو او کرنې نړیوال سازمان ، یونیسف، د خوراک نړیوال پروګرام او د روغتیا نړیوالې ټولنې لخوا ګډ چمتو شوی په کې د افغانستان وضعیت هم بوږنونکی بلل شوی دی.

د سمو خوړو او خوراکي امنیت په اړه د ملګرو ملتونو په دې نوي راپور کې راغلي چې د یو اعشاریه ۹ ملیارده وګړو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

راپور زیاتوي چې په اسیا کې د میوو، ترکاریو، لبنیاتو او نورو خوراکي توکو بیو لوړیدو له کبله د بېوزله خلکو لپاره سمو او د اړتیا وړ خوړو ته لاسرسی نژدې ناشونی شوی دی.

ملګري ملتونه په دې راپور کې وایې چې د سویلې اسیا په کچه بیا افغانستان له خوارځواکی پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن ماشومان لري.

په راپور کې راغلي چې د زیانمنو ماشومانو کچه د سیمې نورو هېوادونو پرتله په افغانستان کې دوه برابره لوړه ده او په دې هېواد کې له هرو لسو ماشومانو پنځه هغه یې د اوږدمهاله ناوړه تغذیې نښې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ برخې یا یونیسف ویلي په دې هېواد کې د هغو ماشومانو شمېر د هرې میاشتې په تېرېدو ډېرېږي چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دې ادارې اټکل کړی چې د راتلونکو ۱۲ میاشتو په موده کې به نژدې یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي، دا شمېره د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کوېډ ۱۹ ناروغۍ ور ها خوا چې په افغانستان کې د بېوزلی د لا زیاتېدو سبب شوي د دې هېواد روانه اوږده جګړه، طبیعي پېښې، د خلکو بېوزلي او ماشومانو ته کمه پاملرنه نور هغه لاملونه بلل کېږي چې خوارځواکي یې ډېره کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تغذيې برخې یوه مسول محمد اقا نواب زي له بي بي سي سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو راپور په تایيد وویل، په دې هېواد کې د خوندي خوړو کمښت او کمو روغتیايي امکاناتو له کبله په ماشومانو کې دا ستونزه جدي ده.

نوموړی وايي، "د روغتیا وروستۍ سروې ښکاره کوي چې له دېرش سلنې ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي خو که مونږ د کوېډ ۱۹ ناروغۍ د اغېز په اړه غږېږو ویلی شو چې د تېر کال پرتله په خوارځواکۍ کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی".

خو دی وایې خلکو ته د رسېدو په موخه د ملي دسترخوان پروګرام تر څنګ حکومت په ځینو نورو لارو کار کوي چې د کمک تر څنګ د سمو او صحي خواړو په اړه خلکو ته مهم معلومات ورسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

پوښتنه دا ده چې په دې وضعیت کې خپله خلک څه کولای شي، د تغذیې د برخې یو متخصص ډاکټر محمد همایون لودین یې په اړه وایي، "دا چي په دې وروستیو کې دغه ستونزه په جدي کېدو ده نو ځکه خلکو ته ښيي چې متنوع او متفاوت خواړه وخوري که هغه هر څه وي، د بېلګې په توګه ځینې کورنۍ نخود او نور حبوتات اخیستلی شي خو دوی یې نه اخلي همدا رنګه د دې تر څنګ زمونږ نور سیمه ییز خواړه او سبزۍ لکه کدو، ګازرې، شلغم او نور شیان وخوړل شي ځکه مختلف خواړه دفاعي سیستم او بدن پیاوړی کوي".

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په دې ګډ راپور کې له افغانستان سره د مرستې ډاډ تر څنګ په نورو مرستندویه بنسټونو هم غږ کړی چې داسې مهال چې افغانستان کورونا او جګړو ځپلی خپله همکاري ونه سپموي.