میانمار کې کودتا؛ د انګ سان سوچي د خوشي کولو غوښتنې ډېرې شوې
ویل کېږي انګ سان سوچي کور کې بندي ده.
ميانمار يا برما کې له پوځي کودتا وروسته د انګ سان سوچي د خوشي کولو غوښتنې ډېرې شوې دي او د امریکا ولسمشر حو بایډن پر دغه هېواد د بندیزونو بیا لګولو ګواښ کړی دی.
میانمار کې د لسیزو اوږدې پوځي ډیکټاټورۍ تر ختمېدو وروسته پر دغه هېواد د امریکا بندیزونه لرې شوي وو.
د دوشنبې په ورځ پوځ اول انګ سان سوچي او نور ټاکلي چارواکي ونیول او وروسته یې د یو کال لپاره بېړنی حالت اعلان کړ.
پوځ د انګ سان سوچي ګوند ملي ولسواکه ټلواله تېرو ټاکنو کې په درغلۍ تورنوي.
پر متحده ایالتونو سربېره، ملګرو ملتونو، بریتانیا او اروپايي ټولنې د پوځ کودتا غندلې ده.
وېره شته چې د دې کودتا خلاف میانمار کې پراخې مظاهرې او نارامي وشي.
مېرمن سوچي چې له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۰ کال یې ۱۵ کلونه بند تېر کړی تر پروني نیول کېدو مخکې لیک کې پر خپلو ملاتړو د کودتا ضد مظاهرو غوښتنه کړې ده.
دې لیک کې دا خبرداری هم ور کړل شوی دی چې پوځي ګام به هېواد بیا ډیکټاټورۍ ته ستون کړي.
د میانمار پوځ د نومبر ټاکنو پایلې نه مني او یو کال بېړنی حالت یې اعلان کړ.
پوځ مالیې، روغتیا، کورنیو او بهرنیو چارو کې۱۱ وزیران او مرستیالان یا معینان هم بدل کړل.
د بایډن ګواښ څه اغېز لري؟
بایډن وايي، هر ځای کې به د ولسواکۍ دفاع وکړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن یوه بیان کې وايي: "پوځ باید د خلکو د ارادې د نه منلو یا د باوري ټاکنو د پایلې بدلولو هڅه ونه کړي. "
امریکا تېره لسیزه کې میانمار کې د ولسواکۍ پرمختګ سره له دغه هېواد بندیزونه لرې کړل، خو ولسمشر بایډن وايي، دې بندیزونو ته به سملاسي بیا کتنه وکړي:
"امریکا به هر هغه ځای د ولسواکۍ ملاتړ وکړي چې برید پرې کېږي. "
مالومه نه ده چې د ښاغلي بایډن دا خبرداری به د میانمار پر پوځ څومره اغېز وکړي، خو د برما ولسواک غږ دفتر مشر ټوی زوا لټ بي بي سي ته وویل:
" پوځ ښه پوهېږي چې د دوی د عمل پایله کې د بندیزونو مخنیوی نه شي کېدلی.خو دوی د لوېدیځ بندیزونو ته فکر وړي نه دي، اندېښنه یې دا ده چې جاپان، سوېلي کوریا او چین څه غبرګون ښيي. "
چین چې پخوا یې میانمار کې د نړیوالې لاسوهنې مخالفت کړی، د دغه هېواد پر ټولو اړخونو غږ کړی چې خپلمنځي ستونزې اوارې کړي.
د کمبوډیا، تایلنډ او فلیپین په ګډون د سیمې نورو هېوادونو پوځي کودتا د میانمار "کورنۍ مسله" بللې ده.
ملګري ملتونه څه وايي؟
د ملګرو ملتونو سرمنشي انوتيو ګوتېرش کودتا پر ولسواک سمون یا اصلاحاتو ګوزار بللی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم بېړنۍ ناستې ته تیارېږي.
ملګرو ملتونو د هغو ۴۵ کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې باور دی پرونۍ کودتا کې نیول شوي دي.
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دا کودتا او د انګ سان سوچي "بې قانونه نیول" غندلي دي.
د اروپایي ټولنې مشرانو هم د میانمار د پوځ پرونی ګام غندلی دی.