دویمه استیضاح؛ ایا د ډونلډ ټرمپ سیاسي ژوند پای ته رسېږي؟
که ټرمپ سنا کې پړ وبلل شي، بیا ولسمشرۍ ته درېدلی نه شي.
نن سې شنبه (د سلواغې/دلوې ۲۱ مه) د امریکا سنا کې د دویمې استیضاح په تړاو د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ محاکمه پیلېږي.
سناتورانو دې قضیه کې په چټک مهالویش هوکړه کړې ده.
ډونلډ ټرمپ د تېرې جنورۍ پر ۶مه خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د "تاوتریخوالي په لمسون" تورن شوی دی.
د ښاغلي ټرمپ پلویانو تر دې وینا وروسته د کانګرس پر ودانۍ چپاو ور ووړ چې پایله کې یې ۵ کسان ووژل شول.
دیموکراتان وايي د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګرم ګڼل کېدو لپاره کافي شواهد لري، خو د هغه مدافع ټیم بیا ټینګار کوي چې اعتراضیانو د کانګرس پر ودانۍ برید کې خپلواک عمل کړی دی.
د ښاغلي ټرمپ مدافع ډله دا محاکمه "د اساسي قانون خلاف او بې معنا" بولي - خو سې شبنه به د دې محاکمې پر قانوني والي هم بحث او تمرکز وشي.
ډونلډ ترمپ د امریکا د تاریخ یوازنی ولسمشر دی چې دوه ځله استیضاح شو.
تر هغه وړاندې د امریکا دوه نور ولسمشران استیضاح شوي وو.
که نوموړی پړ وګڼل شي نو بیا ولسمشرۍ ته د درېدو حق ترې اخیستل شي.
خو د ګرم ګڼل کېدو لپاره یې د سنا جرګې د ټولو سلو غړو دوه پر دریمه برخه رایو ته اړتیا ده.
دیموکراتان سنا کې سمې نیمې یعنې ۵۰ څوکۍ لري او د دې احتمال ډېر کم دی چې ۱۷ جمهوریپال سناتوران دې هم هغوي سره د خپل ګوند د مخکني ولسمشر محاکمه کې ملګري شي.
د ښاغلي ټرمپ وکیلانو پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې د نوموړي محاکمه له اساسي قانون سره ټکر کې ده، ځکه هغه اوس ولسمشر نه بلکې د امریکا یو عادي وګړی دی.
خو د کانګرس د استازو جرګې نهه دیموکرات استازي چې د "استیضاح مدیران" بلل کېږي او دا قضیه د قانوني تعقیب لپاره وړاندې کوي، د ټرمپ د وکیلانو بیان نه مني.
دوی استدلال کوي چې له ښاغلي ټرمپ سره باید د ولسمشر په توګه د کړو کارونو حساب وشي.
دواړه خواوې د اساسي قانون له مخې په دې تړاو د بحث او د قانوني پوښتنو د ځواب لپاره ۴ ساعته وخت لري، خو تمه کېږي چې بالاخره ښايي دا موضوع رایو ته وړاندې شي.
دا محاکمه څه نقش لري؟
د ټرمپ له وینا وروسته د نوموړي ملاتړو پر کانګرس چپاو ور ووړ.
د سنا مشران د دوشنبې پر ورځ د محاکمې په چوکاټ هوکړې ته ورسېدل.
سنا کې د اکثریت مشر چک شومېر وايي: "ټولې خواوې د استیضاح په تړاو سنا کې د پخواني ولسمشر د رښتینې او عادلانه محاکمې د ډاډمنېدو لپاره په یوه چوکاټ هوکړې ته رسېدلې دي."
څرنګه چې تمه کېږي که د سې شنبې ورځې رای اچونه د ټرمپ محاکمه د اساسي قانون خلاف ونه ګڼي نو دغه دوسیه به د چارشنبې ورځې تر غرمې وروسته پرانیستل شي او هره خوا به د استدلال لپاره ۱۶ ساعته وخت ولري.
تمه ده چې د دلایلو وړاندې کولو دا لړۍ د اوونۍ تر پایه روانه وي او تر هغه وروسته به سناتوران له دواړو خواو پوښتنې کوي.
لا مالومه نه ده چې د استیضاح مدیران به تر هغه وروسته د شاهدانو د ورغوښتلو او یا پخپله د ښاغلي ټرمپ د احضار لپاره د مهالویش د غځېدو غوښتنه وکړي که نه، خو ډونلډ ټرمپ لا مخکې په خپله خوښه د احضارېدو وړاندیز رد کړی دی.
ویل کېږي د دواړو ګوندونو قانون جوړوونکي د دې لپاره په چټکۍ د محاکمې د پروسې ترسره کېده غواړي چې د ولسمشر جو بایډن لخوا د کورونا وېروس د مرستندویه ټولګې ژر تصویبېدو ته وخت وموندل شي.
د همدغه چټک مهالویش له مخې فکر کېږي چې د ښاغلي ټرمپ د محاکمې پایلې به تر راتلونکې دوشنبې روښانه شي.
د استیضاح د ملاتړ او مخالفت دلایل څه دي؟
د ټرمپ زرګونه پلویان د کانګرس مخ ته.
دیموکراتان وايي د ښاغلي ټرمپ لخوا د تېرې نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له منلو پرله پسې انکار او دغه راز خپلو پلویانو ته د نوموړي توندو ویناوو، هغوي وهڅول چې د جنورۍ پر ۶مه د کانګرس پر ودانۍ چپاو ور وړي.
په دې پېښه کې ۵ کسان ووژل شول.
دوی غوښتنه کوي چې له ډونلډ ټرمپ دې بیا ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو حق سلب شي.
ديموکراتان وايي: "د متحدو ایالتونو د حکومت خلاف د تاوتریخوالي لمسون چې د واک سوله ییز لېږد یې له خنډ سره مخامخ کړ - له اساسي قانون تر ټولو جدي سرغړونه ده چې تر دې دمه د امریکا یوه ولسمشر کړې."
تمه ده چې د استازو جرګې د استیضاح مدیران به د دې د زبادولو لپاره چې د خلکو "قهریدلې ډله" تاوتریخوالي ته لمسول شوې - د ښاغلي ټرمپ د هغې ورځې وینا او تصویرونه وړاندې کړي.
خو د ټرمپ حقوقي ټیم چې دغه محاکمه "سیاسي ننداره" او "له سپکاوي ډکه سیاسي کړنه" بولي، ټینګار کوي چې نوموړي یوازې د خپل بیان د ازادۍ لپاره له لومړۍ اصلاحیې ګټه اخیستې ده.
دوی دا راز په لومړنیو څرګندونو کې ویلي د ایف بي ای اسنادو ښودلې چې دا بلوا څو ورځې وړاندې پلان شوې وه، له همدې کبله د ښاغلي ټرمپ وینا سره تړاو نشي ورکول کېدای.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ فرانسې ته رسېدلی، چې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره به سبا د ملي ورځې لمانځلو کې ملګری کېږي.