'د عمان سمندر د ننه اسراییلۍ بېړۍ کې چاودنه شوې'
هلیوس ری د ګاډو لېږدوونکې سوداګریزه بېړۍ ده
د سمندري امنیت شرکتونو ویلي، د عمان په اوبو کې د اسراییلو یوه سوداګریزه بېړۍ چوول شوې ده.
په "هلیوس ری" بېړۍ کې د پنجشنبې شپې ددې پېښې لامل روښانه شوی نه دی او ویل کېږي د بېړۍ هېڅ کومې عملې ته زیان نه دی اوښتی.
د رپوټونو له مخې، د عمان په سمندر کې پر دې بېړۍ د پاناما بیرغ لګول شوی او زړه نازړه وه. دا بېړۍ د یوه اسراییلي شرکت اړوند ده چې په تل ابیب کې ثبت شوی دی.
هلیوس ری بېړۍ د سعودي عربستان له دمام بندزه سنګاپور ته روانه وه. دا بېړۍ د چارشنبې په ورځ له دمام بندره خوځېدلې او په پام کې وه چې راتلونکې اونۍ سنګاپور ته ورسېږي.
د رویټرز د خبر له مخې، د اسراییلو د ترانسپورت وزارت ویاند ویلي، د عمان سمندر کې پر اسراییلي بېړۍ د برید په اړه معلومات نه شته.
د سټامکو په نامه یوه اسراییلی شرکت ددې بېړۍ چارې سمبالوي، چې دې شرکت هم غبرګون نه دی ښودلی.
په بحرین کې د امریکا سمندري ځواکونو ویلي په دې پېښه خبر شوي او وضعیت یې تر څارنې لاندې دی.
په سیمه کې اړ و دوړ او د واشنګټن او تهران ترمنځ سیاسي ترینګلتیا ددې لامل شوې چې په فارس (عربي) خلیج او د عمان اوبو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شي او د رسنیو د سر خبرونه وګرځي.
د امريکا جنګي بېړۍ جاپان کې ټکر شوې
په ۲۰۱۸ کال کل پر ایران د امریکا د بندیزونو - په تېره د تېلو او انرژۍ برخو کې -له لګولو وروسته د ایران په جنوبي اوبو او هرمز تنګي کې ترینګلتیاوې ډېرې شوې دي.
له هغه وخت راهیسې واشنګټن پر ایران تور لګوي چې ګنې د هرمز تنګي شاوخوا کې یې پر څو بېړیو بریدونه کړي دي.
د تېرې جنورۍ لومړیو کې د ایران سپاه سمندري ځواکونو د سوېلي کوریا یوه تېل ایستونکې بېړۍ او خدمه یې له دې کبله درولې وه، چې ګنې چاپېریال ته زیان اړولي او هوا ککړوي. 'د عمان سمندر د ننه اسراییلۍ بېړۍ کې چاودنه شوې'