عراق ته د نړۍ د کاتولیکانو د مشر 'پاپ فرانسیس' سفر
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس نن جمعه (د مارچ ۵مه) په یوه څلور ورځني سفر په لومړي ځل عراق ته روان دی.
دا اروپا کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شویو محدودیتونو له کبله په تېرو ۱۵ میاشتو کې لومړی ځل دی چې پاپ له واټیکان بهر ځي.
ټاکلې چې هغه د دغه سفر پر مهال د عراق پر چارواکو سربېره دغه هېواد کې د کاتولیکو کلیساګانو له مشرانو او لږکیو مسیحیانو سره وګوري.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر به نجف کې د شعیه مذهبو له بانفوذه مرجع آیت الله علي سیستاني سره هم ناسته او خبرې وکړي.
ویل شوي چې د عراق لومړی وزیر مصطفی کاظمي به د بغداد هوايي ډګر کې پاپ ته هرکلی ووايي او تر هغې وروسته به ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دولتي چارواکو او عراق کې د کاتولیکو کلیساګانو د مشرانو په ګډون رسمي مراسم ترسره شي.
د ذي قار ولایت مرکز ناصریه ته سفر او د 'اور' لرغوني ښار لیدنه، اربیل ښار کې له مسیحیانو سره عمومي غونډه او د کردستان سیمې له سیاسي او مذهبي چارواکو سره ناستې عراق ته د پاپ فرانسیس د دغه سفر د ایجنډا نورې برخې جوړوي.
خو نجف کې له ایت الله علي سیستاني سره د نړۍ د کاتولیکانو د مشر لیدنه چې دویمې ورځ ته پلان شوې، د دغه سفر تر ټولو مهمه برخه بلل شوې ده.
ایت الله سیستاني سره لیدنه تاریخي ده
د فرانسې خبري اژانس د عراق د مسیحي مشرانو په حواله لیکلي دا لیدنه به د معمولي تشریفاتو له رعایت پرته ترسره شي.
ویل شوي چې دواړه مشران به د دې لیدنې پر مهال د نړیوالې سولې لپاره د ورورولۍ سند لاسلیک کړي.
دا سند چې تاوتریخوالی او مذهبي افراطیت پکې غندل شوی د مصر د الازهر ستر مفتي شیخ احمد الطیب په ۲۰۱۹ کال کې لاسلیک کړی دی.
خو په ورته وخت نجف کې د شعیه مذهبو یوه چارواکي عرب نیوز ته ویلي ټاکلې نه ده چې د دې لېدنې پر مهال دې کوم سند لاسلیک شي او ګواکې ایت الله سیستاني به یوازې پر لفظي پیغام بسنه وکړي.
پخپله پاپ فرانسیس هم د دغه سفر په درشل کې د عراق خلکو ته په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د سولې د زیارت کوونکي په توګه دغه هېواد ته ورځي.
شنونکو ویلي چې د پاپ فرانسیس او ایت الله علي سیستاني لیدنه عراق کې د مذهبي کړکیچ له کمېدو سره مرسته کولی شي.